''د بهرنیو ځواکونو وژل د شرم خبره ده''

د خپريدو وخت: 09:47 گرینویچ - چارشنبه 26 سپتمبر 2012 - 05 تله 1391

ځینو سرتیرو بیا دغه افغان بریدګر د پاکستان او ایران سره پر اړیکو تورن کړي چې د طالبانو په مرسته په افغان پوځ کې ور ګډ شوي دي.

افغان حکومت د خپلو سرتېرو په لاسونو د بهرنیو هغو وژل یو لوی شرم ګڼي.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي ښايي له افغان پوځ سره د پوځي ټولیو تر کچې د ناټو د ګډو عملیاتو محدودول د افغان سرتیرو له لوري پر ناټو پوځیانو د بریدونو د کچې په کمولو کې پام وړ اغېز وکړي.

په همدې حال کې د دفاع وزارت د افغان پوځ په لاسونو د بهرنیانو وژل د افغان حکومت لپاره یو لوی شرم او عار ګڼي، داسې چې د لوی درستیز جنرال شیر محمد کریمي په خبره، بهرنیان د ترهګرۍ په وړاندې جګړې کې له افغانانو سره د مرستې په موخه راغلي، خو کله چې افغانان پر دوی بریدونه کوي او مرګ ژوبله ور اړوي، شرم نه دی؟

د روان ۲۰۱۲ کال له پیل راهېسې د افغان پوځ له لورې شاوخوا پنځوس بهرني سرتیري وژل شوي دي، چې د دواړو غاړو ترمنځ یې شته اعتبار ته هم دروند زیان رسولی دی.

پر زرغونو د شنو له لوري ددغو بریدونو درې عمده لاملونه په ګوتو شوي، یو دا چې بهرنیان د افغانانو له کلتور او دودونو سره سمه بلدتیا نلري او ډېر ځله همدغه نابلدتیا خبره د مرګ تر بریده رسوي، دویمه دا چې داسې ویل کیږي ځینو هغو افغان سرتیرو چې پر بهرنیانو یې بریدونه کړي.

په رواني ناروغیو اخته و، او دریم علت یې د افغان پوځ په لیکو کې د طالبانو او یا هم د هغو د خواخوږو ورګډېدل بلل کېږي.

ناټو پر خپلو سرتېرو د دا ډول بریدونو د مخنیوي لپاره له افغان پوځ سره د پوځي ټولیو ترکچې ګډ عملیات ځنډولي دي.

په کابل، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې یو شمېر افغان سرتېرو د بي بي سي خبریال جعفر هاند ته تر ډېره پر بهرنیانو د دوی د ملګرو بریدونه د ناټو پوځ له لوري د افغان دود او کلتور ته نه درناوی او یا هم نه بلدتیا بللې ده.

پر بهرنیو ځواکونو د افغان عسکرو بریدونه- ۲۰۱۲

  • ۲۰۱۲، سپتمبر ۱۵

    د افغانستان په سوېلي هلمند ولایت کې یوه سیمه ییز پولیس څلور ایساف سرتېري په ډزو ووژل او برید کوونکی هم په ځوابي ډزو ووژل شو.
  • ۲۰۱۲، سپتمبر ۱۶

    د افغانستان سوېلي ولایت زابل په میزانې ولسوالۍ کې یوه ملي پولیس پر بهرنیو ځواکونو ډزې کړې، او څلور یې ور وژلي دي.
  • ۲۰۱۲، اګست ۳۰

    درې استرالیايي سرتېري د افغان پوځ یونیفورم اغوستونکي په اروزګان ولایت کې ووژل. دغو استرالیايي سرتېرو په یوه اډه کې ډډه اچولې وه، چې ډزې پرې وشوې.
  • ۲۰۱۲، اګست ۲۷

    افغان سرتېري دوه ناټو سرتېري د ختيځ لغمان ولایت په یوه لیرې سیمه کې په ډزو ووژل. دغه پوځیان د ګزمې په حال کې و.
  • ۲۰۱۲، اګست ۱۷

    یوه سیمه ییز افغان پولیس په فراه ولایت کې دوه امریکايي پوځيان د افغان ځواکونو په یوه اډه کې د پوځي روزنې پرمهال په ډزو ووژل.
  • ۲۰۱۲، اګست ۱۰

    یوه افغان پولیس درې سمندري امریکايي پوځيان په هلمند ولایت کې د غرمنۍ پرمهال په ډزو ووژل. دوی د امنیتي وضعیت د بحث په اړه یوې غرمنۍ ته بلل شوي و.
  • ۲۰۱۲، جولای ۲

    یوه سرحدي افغان پولیس درې برتانوي پوځيان په سوېلي ولایت هلمند کې د قومي مشرانو د ناستې پرمهال په ډزو ووژل.
  • ۲۰۱۲، مې ۱۱

    یوه افغان امریکايي ساتونکي د کونړ په یوه پوځي اډه کې امریکایی سرتېری وواژه، او بیا په تېښته بریالی شو.
  • ۲۰۱۲، اپریل ۲۵

    یوه افغان ځانګړي پوځي یو امریکایی سلاکار او د هغه ژباړن په کندهار ولایت کې تر یوې لفظي شخړې وروسته ووژل.
  • ۲۰۱۲، مارچ ۳۰

    افغان پولیس په ختيځ کې یو بهرنی ملګری په ډزو وواژه او بیا د پولیسو په یوه ګاډي کې له وسلو سره وتښتېد.
  • ۲۰۱۲، مارچ ۲۷

    افغان امنیتي سرتېرو درې بهرني سرتېري، چې دوه په کې برتانویان و، د هېواد په ختيځ کې د یوې پوځي اډې په عمومي دروازه کې په ډزو ووژل. یو بهرنی عسکر د پکتیکا ولایت په یوه تالاشۍ کې ووژل شو.
  • ۲۰۱۲، فبروري ۲۴

    دوه امریکايي سرتېري (پوځي سلاکاران) د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ننه په کابل کې په ډزو ووژل شول. د برید پړه طالبانو پرغاړه واخیسته.
  • ۲۰۱۲، فبروري ۲۰

    یوه افغان پولیس یو البانیایی سرتېري د کندهار په سپین بولدک کې په ډزو وواژه، چې چارواکو یې په تور یوولس شکمن سرتېري ونیول.
  • ۲۰۱۲، فبروري ۱

    د افغان ملي اردو یوه سرتېري د ناټو یو سرتېری په سوېل کې په ډزو وواژه.
  • ۲۰۱۲، جنوري ۲۰

    یوه افغان سرتېري څلور فرانسوي عسکر د کابل په شمال ختيځ کې په ډزو ووژل او ګڼ نور یې ټپیان کړل.

خو ځینو سرتیرو بیا دغه افغان بریدګر د پاکستان او ایران سره پر اړیکو تورن کړي چې د طالبانو په مرسته په افغان پوځ کې ور ګډ شوي دي.

د پکتیکا په اورګون ولسوالۍ کې د تمریني عملیاتو پر مهال ځینو سرتیرو بي بي سي ته دا هم وویل چې دوی له بهرنیانوسره ډېره ښه همکاري لري او یو بل سره یې د ملګرتیا فضا ډېره دوستانه او صمیمانه ده.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .