''د سیمه ییزو ارګانونو اداره کې بدلون غواړو''

د خپريدو وخت: 12:33 گرینویچ - چارشنبه 26 سپتمبر 2012 - 05 تله 1391
پارلمان

د ولسي جرګې ځینې استازي وايي چې د سیمه ییزو ارګانونو په اداره کې باید بدلون راشي او یا یې واک ډېر شي.

په وروستیو کې د سیمه ایزو ارګانونو ادارې اعلان کړی چې د ۴۰ سلنه ولایتونو لپاره به نوي والیان وټاکل شي.

تېره اوونۍ لس والیان د افغان ولسمشر په دستور له خپلو دندو لرې او یاهم نورو ولایتونو ته بدل شول.

داسې ښکاري چې دغه بدلون یو شمېر ولسي استازو ته خوند ندی ورکړی نو ځکه هڅه کوي چې د سیمه يیزو ارګانونو پر ادارې نفوذ ولري.

همدا موضوع د ولسي جرګې ننۍ اجندا وه.

یو شمیر ولسي استازي وايي، د سیمه ییزو ارګانونو اداره ۴۰ سلنه حکومت په لاس کې لري خو د پرېکړو د کولو لپاره اړین واکونه نه لري.

د دغو ولسي استازو په نظر ملي شورا باید د دې ادارې د مشر په ټاکلو کې لاس ولري او د اعتماد رای ورته ورکړي.

د سیمه ایزو ارګانونو په اړه خوارا واره بحثونه وشول، خو د نصاب د نه بشپړیدو له امله ولسي استازي په دې بریالي نشول چې په دې اړه کومې پایلې ته ورسیږي.

حکومت او په ځانکړې توګه د سیمییزو ارګانونو ادارې لا په دې اړه څه ندي ويلي خو تیره اونۍ د دغې ادارې ویاند له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي و چې په والیانو کې د ولسمشر د فرمان او د والیانو د کړنو د څیړلو په پایله کې بدلون راغلی دی.

افغان حکومت وايي د والیانو ادلون بدلون او ګوښه کول په حکومت کې د سمونونو د راوستلو په موخه شوی دی، خو د حکومت مخالف سیاسي ټلواله بیا په دې باور ده چې ولسمشر په راتلونکو ولسمشیزو ټاکنو کې د خپل اغېز د پیاوړتیا په موخه دا چاره ترسره کړې ده.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .