طالبان وايي حکومت یې د مړو ''نیم بربنډ'' عکسونه اخیستي

د خپريدو وخت: 11:29 گرینویچ - چارشنبه 26 سپتمبر 2012 - 05 تله 1391

چارواکي وایي یوه اندازه مهمات هم د دوی لاس ته ورغلي.

د افغانستان په لوېدیځ ولایت فراه کې د چاوراکو په وینا شل وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د فراه د والي ویاند عبدالرحمن ژوندی وایي نښته هغه مهال د جوین ولسوالۍ د چشمه میشک په سیمه کې پيل شوې چې وسله والو طالبانو پر یوه پوسته برید وکړ.

نوموړی وایي په پېښه کی ۲۰ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۲ نور ټپيان دي.

چارواکي وایي یوه اندازه مهمات هم د دوی لاس ته ورغلي.

وسله والو طالبانو پېښه کې د ۱۸ طالبانو د وژل کېدو او د ۵ تنو نورو د ټپي کېدو خبره تایید کړې او ویلي یې دي چې دوی ته دغه تلفات د یوه کمین په ترڅ کې وراوښتي.

دوی په نښته کې دولتي ځواکونو ته د درنو تلفاتو اړولو خبره هم کړې ده.

خو چارواکي وایي یوازې یو پولیس په دې نښته کی ټپي شوی.

په دغه پېښه کې د وژل شوو کسانو عکسونه هم خپاره شوي او طالبان دا عمل په کلکه غندي.

اخلاقي جرم

د طالبانو یو ویاند قاري یوسف احمدي دا خپاره شوي عکسونه نیمه بربنډ بللي او د خپرول یې اخلاقي جرم او د جنګي اصولو خلاف کار بللی.

طالبانو پخپله ویناپاڼه کې ویلي چې: ''موږ د بشري حقوقو پر مدافعینو او نورو بې طرفه بنسټونو غږ کوو چې په دې اړه دې پټه خوله نه پاتې کېږي او په دې برخه کي دې خپل مسؤولیت ادا کړي. دا ناروا او غیر انساني عمل دې تقبیح او عاملینو ته دې يې د جزا غوښتونکي شي.''

خو د فراه ولایتي چارواکي بیا وایي د ځینو مخالفینو جامې د جګړې پرمهال څېرې شوې، خو د دوی په وینا هېڅ بربنډ عکس نه دی اخیستل شوی.

بله خوا، د ایساف ځواکونو د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې د افغانستان په ختیځ کې د دوی دوه بهرني عسکر وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې د وژل شوو عسکرو هویت نه دی ښودل شوی.

د لوګر ولایت د برکي برک په ولسوالۍ کې هم نن پر بهرنیو ځواکونو ځانمرګی برید شوی او په نتیجه کې یې د لوګر د ولایتي چارواکو په وینا یو بهرنی عسکر وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.

د لوګر د والي ویاند دین محمد درویش وایي برید هغه مهال شوی چې بهرني عسکر په عملیاتو بوخت و.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .