کرزی:سولې ته له تور لیسته طالب مشران لرې کړﺉ

د خپريدو وخت: 06:29 گرینویچ - چارشنبه 26 سپتمبر 2012 - 05 تله 1391
karzai

د ولسمشر کرزي له وینا څو ورځې مخکې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتو د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان پر ختیځو سرحدي سیمو د پاکستان د راکټي بریدونو اړوند اندېښنه څرګنده کړه.

ولسمشر حامد کرزي د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلې کې د وینا پرمهال وویل: د مسلمانانو دیني مقدساتو ته سپکاوي چې په هره بڼه وي غندو.

''موږ په کلکه دغه پاروونکی عمل غندو که د فلم د خپرولو، کاري کاتور او یا هم په بله هره تحریکوونکي بڼه وي.

د بیان آزادي هېڅ کله دغه ډول عمل نه شي توجیه کولای. په همدې ډول دغه سپکاوی د هغه تاوتریخوالي لپاره هم دلیل نه شي کېدای چې بي ګناه انسان په کې ووژل شي.''

دغه راز ولسمشر کرزي د افغانستان د سولې په بهیر کې د امنیت له شورا نه د مرستې او له تور لست نه د طالب مشرانو د نومونو د لرې کولو غوښتنه وکړه.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په خپله وینا کې دغه راز وویل، چې د افغانستان پر ختیځو سیمو د پاکستان د راکټي بریدونو له امله به د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکي خراب شي.

د ولسمشر کرزي په خبره د دې بریدونو له امله اکثر عام خلک وژل کیږي او یا ټپیان کیږي. د ده په خبره د دې بریدونو د دوام له امله د دواړو هېوادونو تر منځ د باور فضا له منځه ځي.

د نوموړي په خبره" موږ له ګاونډي پاکستان سره د ورورګلوۍ اړیکو ساتلو ته ژمن یو خو دغه ډول بریدونه او دوام يي د دې سبب کیږي، چې زموږ خپل منځي ښه اړیکي خړپړ شي."

دیادونې ده، چې د ملګرو ملتو عمومي اسامبلې ته د ولسمشر کرزي له وینا څو ورځې مخکې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي زلمي رسول د ملګرو ملتو د امنیت شورا په غونډه کې هم د افغانستان پر ختیځو سرحدي سیمو د پاکستان د راکټي بریدونو اړوند د افغانستان اندېښنه څرګنده کړه.

ولسمشر کرزي په خپله وینا کې وویل" په افغانستان کې بهرنۍ لاسوهنې دوام لري او د ترهګرۍ جرړې له افغانستانه بهر دي."

" په افغانستان کې بهرنۍ لاسوهنې دوام لري او د ترهګرۍ جرړې له افغانستانه بهر دي."

حامد کرزی

د ده په وینا افغان چارواکو په پاکستان کې له خپلو ملګرو سره د سولي د پروسې په اړه په بیا بیا خبرې اترې کړي دی، د نوموړي په خبره د افغانستان حکومت پر خبرو اترو باور لري.

کرزي زیاته کړه افغانان سوله غواړي او پاکستان په دې لړ کې مهم رول لوبولی شي. د کرزي په خبره افغانستان هیله مند دی، چې پاکستان به د سولې په پروسه کې رغنده رول ولوبوي.

بل لور ته یادې غونډې ته په وینا کې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د خپل هېواد او افغانستان تر منځ د اړیکو په اړه وویل" یو پیاوړی، خوندې او مستحکم افغانستان د افغانانو په ګټه دی او د باکستان ګټه په همدې کې ده."

د ښاغلي زرداري په خبره د پاکستان د خلکو زړونه او کور د افغانانو لپاره پرانیستې دي، خو د ده په خبره نړیواله ټولنه باید له په خپله خوښه په پاکستان کې د مېشتو درې ملیونه افغانانو د بېرته خپل هېواد ته ستنېدو په لړ کې له پاکستان سره مرسته وکړي.

د ملګرو ملتو د عمومي اسامبلې اووه شپېتمه کلنۍ غونډه پرون د دغه سازمان د عمومي منشي بانکي مون په وینا پیل شوه، چې د ۱۲۰ هېوادونو ولسمشران، صدراعظمان، د بهرنیو چارو وزیران او نورلوړ پوړي استازي په کې ګډون لري. غونډې ته د افغانستان، پاکستان او امریکا د ولسمشرانو په شمول یو شمېر ګډونوالو ویناوې کړې دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .