ولسي جرگه د ايران پر گواښ وزير ورغواړي

د خپريدو وخت: 15:08 گرینویچ - چارشنبه 26 سپتمبر 2012 - 05 تله 1391

د يو شمېر راپورونو له مخې ايراني چارواکو ويلي دي چې گواکې اسرایيل په يوازې ځان پر ايران د بريد وړتيا نه لري.

د افغانستان ولسي جرگه د دغه هېواد د بهرينو چارو وزير وربولي چې د ايران د وروستي گواښ په اړه د استازو اندېښنې واوري او دا ستونزه له دېپلوماتيکو لارو هواره کړي.

څو ورځې مخکې د ايران د سپاه پاسداران يوۀ قومندان اميرعلي حاجي زاده گواښ کړى و که اسرايیل پر ايران بريد وکړي نو دوى به په سيمه کې د امريکا اډې په نښه کړي.

د افغانستان ولسي جرگې د ايران د دغې خبرې په اړه ژوره اندېښنه پر ډاگه کړه او د نړيوالو اړيکو جرگه گۍ ته يې دنده وسپارله چې د بهرنيو چارو وزير زلمى رسول ور وبولي چې له دېپلوماتيکو لارو د افغانانو اندېښنې لرې کړي.

د يو شمېر راپورونو له مخې ايراني چارواکو ويلي دي چې گواکې اسرایيل په يوازې ځان پر ايران د بريد وړتيا نه لري.

دغه راپورونه وايي که دا چاره تر سره کيږي خامخا به ورسره د امريکا لاس وي او امريکا د ايران په گاونډي هېواد افغانستان کې سرتېري او اډې لري.

څو ورځې مخکې د ايران د سپاه پاسداران يوه قومندان امير علي حاجي زاده گواښ کړى و که اسرایيل پر ايران بريد وکړي نو دوى به په سيمه کې پر امريکايي اډو بريدونه وکړي چې دې خبرې د افغانستان له ولسي جرگې سره اندېښنې پيدا کړې دي.

پرون (سپتمبر/۲۶) يو شمېر استازو په دې اړه خپلې اندېښنې پر ډاگه کړې.

د ولسي جرگې دويم مرستيال نعمت الله غفاري وايي د غونډې مشر د نړيوالو اړيکو له جرگه گۍ وغوښتل چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمى رسول ور وبولي چې د افغانانو له دغو اندېښنو خبر شي او د دغې بالقوه ستونزې د هواري لپاره دېپلوماتيکې لارې خپلې کړي.

پر ايران د اسرایيلو د بريد خبرې له پخوا راهيسې کيږي خو اوس د ايران د انقلابي گارډ قومندان جنرال محمد علي جعفري ويلي دي چې گواکې اسرایيل به خامخا پر ايران بريد کوي خو وخت يې لا نه دى رارسېدلې.

د اسې اوازې دي چې گواکې اسرایيل په پام کې لري چې د امريکا تر ولسمشريزو ټاکنو مخکې پر ايران بريد وکړي.

افغانان انگېري که په رښتيا دا جگړه ونښلي او ايران په سيمه کې د امريکا اډې په نښه کوي نو افغانستان تر ټولو ور نژدې بريښي.

افغانستان په پر له پسې ډول خپلو گاونډيو هېوادونه ډاډ ورکړى چې د دوى له خاورې به پر بل هېواد بريد نه کيږي خو که بل هېواد پر دغه هېواد بريد وکړي ښايي د چارواکو دريځ يې هم بدلون بيامومي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .