افغان کډوالو پر سر ایراني چارواکو سره خبرې کيږي

د خپريدو وخت: 16:33 گرینویچ - جمعه 28 سپتمبر 2012 - 07 تله 1391

د رپوټونو له مخې هره ورځ لسګونه کډوال د ایراني حکومت له خوا په زور افغانستان ته اړول کیږي.

افغان چارواکي وايي، د هغو افغان کډوالو په اړه له ایراني چارواکو سره خبرې کوي، چې تر اوسه د کډوالۍ قانوني اسناد نه لري.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت ویلي،په نژدې راتلونکي کې به په جینیوا کې د یوه نړیوال کنفرانس پر مهال له ایراني چارواکو سره په دې اړه خبرې وکړي.

د دغه وزارت چارواکي وايي، له ایراني چارواکو څخه به غوښتنه وکړي، چې په ایران کې د ناقانونه افغان کډوالو د پاتې کېدو نېټه وغځوي.

د دوی په وینا په همدې موده کې به پاتې افغان کډوالو ته د افغانستان پاسپورتونه ووېشل شي او قانوني بڼه به غوره کړي.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وايي، په نژدې راتلونکي کې د هغو افغان کډوالو د برخلیک په اړه له ایراني حکومت سره خبرې کوي، چې تر اوسه په ایران کې په ناقانونه ډول د کډوالۍ شپې ورځې تېروي.

د کډوالو چارو وزیر جماهیر انوري بي بي سي ته وویل، څو ورځې وروسته، په جینیوا کې د یوه نړیوال کنفرانس په څنډه کې له ایراني او پاکستاني چارواکو سره څو اړخیزې ناستې لري.

دی وايي په دغو غونډو کې به له ایراني چارواکو وغواړي، چې په خپل هېواد کې د افغان کډوالو د اوسېدو نېټه وغځوي.

د ده په خبره په همدغه موده کې به هغو کډوالو ته افغاني پاسپورتونه ووېشل شي، چې لا تر اوسه نه دي ورکول شوي.

ښاغلي انوري وویل، په ایران کې کابو یو اعشاریه څلور میلیونه افغان کډوالو د اوسېدو قانوني اسناد نه لري چې د ده په خبره دوی څه موده وړاندې د افغان سفارت له لارې یو شمېر کډوالو ته افغاني پاسپورتونه ووېشل.

ده زیاته کړه، چې د پاسپورتونو له ورکولو وروسته هغو افغانانو ته بیا د ایراني حکومت له خوا د دریو میاشتو کاري وېزې ورکړل شوې او اوسېدو یې قانوني بڼه غوره کړه.

افغان حکومت دغه ګام په داسې وخت کې پورته کوي، چې د رپوټونو له مخې هره ورځ لسګونه کډوال د ایراني حکومت له خوا په زور افغانستان ته اړول کیږي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .