گوزڼ يا پوليو ٩٩% ختمه شوې ده

د خپريدو وخت: 12:57 گرینویچ - جمعه 28 سپتمبر 2012 - 07 تله 1391

حامد کرزي ژمنه وکړه چې هېواد به يې د ګوزڼ پر وړاندې اغېزمنه مبارزه وکړي.

د ملګرو ملتونو یوې غونډې ته افغان ولسمشر کرزي وويل هېواد به يې د ګوزڼ يا پوليو د له منځه وړولو لپاره تر خپل وسه ټول ګامونه واخلي.

راتلونکي نسل ته زموږ ژمنه، له ګوزڼ پرته یوه نړۍ په نامۀ جوړې شوې غونډه په نيويارک کې د ملگرو ملتونو په ودانۍ کې د پنجشنبې په ورځ ( د سپتمبر ٢٨)وشوه.

افغان مشر د غونډې برخه والو ته وويل:

"له نيکه مرغه افغانستان په دې برخه کې څه پرمختګ کړی دی، خو په کار ده چې دا ناروغي له خپلې ټولنې په بشپړ ډول له منځه یوسو".

ښاغلي کرزي وویل د افغانستان لپاره د دې مسالې په اړه د نړۍ د سترو شخصیتونو لکه بېل ګیتز او نړیوال روغتیايي سازمان پام ډېر اهمیت لري.

حامد کرزي ژمنه وکړه چې هېواد به يې د ګوزڼ پر وړاندې اغېزمنه مبارزه وکړي.

دۀ وويل افغانستان به د ګوزڼ ناروغۍ پر خلاف د مبارزې په خاطر هرهغه څه ترسره کړي چې په توان کې یې دي.

په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون په خپلو خبرو کې وويل ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه به د ګوزڼ د له منځه وړلو لپاره اوږه په اوږه مبارزه وکړي.

"موږ سږ کال په نړیواله کچه او په ځانګړي ډول د نایجریا، پاکستان او افغانستان په هېوادونو کې د دغې ناروغۍ ډېرې کمې نمونې لیدلي دي."

د ملگرو ملتونو سرمنشي وويل په ټوله نړۍ کې د ګوزڼ ستونزه ۹۹٪ له منځه تللې ده.

د ملګرو ملتونو سر منشي په افغانستان، نايجيريا او پاکستان کې د ګوزڼ د له منځه وړلو په برخه کې تر سره شوي کارونه وستایل او هیله یې وکړه چې د بشپړ له منځه وړلو لپاره یې لا نورې هلې ځلې وشي.

بانکي موون په ناامنو سیمو کې پر ښکېلو غاړو غږ وکړ، چې روغتیایي کارکوونکو ته اجازه ورکړي چې خپلې دندې پرته له خنډه تر سره کړي.

په دغه غونډه کې د بل ګیټز د بنسټ مشر چې د ګوزڼ پر خلاف د مبارزې لپاره یې له نړیوال روغتیایي سازمان او یونیسف سره په میلیونونه ډالره مرسته کړې، هم خبرې وکړې او د هيوادونو له مشرانو یې وغوښتل، چې د ګوزڼ ناروغۍ د ختمولو لپاره پرخپلو ژمنو عمل وکړي.

د بل ګیټز د بنسټ مشر وویل د ګوزڼ د بشپړ له منځه وړلو لپاره کېدای شي ناامني او یو شمير نورې ستونزې موجودې وي خو په کار ده چې په دې برخه کې ټول خنډونه ورک شي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .