هلمند کې د ۱۲ طالبانو د وژلو ادعا شوې

د خپريدو وخت: 11:25 گرینویچ - شنبه‬ 29 سپتمبر 2012 - 08 تله 1391

د هلمند د امنيه قوماندانۍ وياند فريد احمد فرهنگ وايي د تېرې جمعې په ورځ مازديگر د پنځو بجو په شاوخوا كې د مارجې ولسوالۍ په عصمت بازارسيمه كې يوه ډله وسله وال طالبان چې يو سراچه موټر او دوه عرادې موټرسايكلونه ورسره و، د ایساف په بمبار کې ووژل شول.

سرچینه وايي چې دغو طالبانو تن ځانمرگى بريد كوونكى له ځانه سره لېږداوه،چې د ايساف ځواكونو له خوا پرې هوايي بريد وشو.

د ښاغلي فرهنګ په وینا، په دې بريد كې د يوه قوماندان ځانمرگي بريد كوونكي په گډون لس وسله وال طالبان وژل شوي دي.

هغه وايي چې په همدې مهال دوه تنه ماين خښوونكي د ناوې ولسوالۍ د تريخ ناور په سيمه كې د ماين خښولو پرمهال د ايساف له خوا په نښه او وژل شوي دي.

نوموړى وايي چې په دې بريدونو كې ولسي وگړوته مرگ ژوبله نه ده اوښتې.

خو وسله والوطالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي او په نادعلي ولسوالۍ كې د گڼو كورنيو سرتېرو د وژلو ادعا كوي.

کونړ

بل خوا، د ختيځ کونړ ولايت چاروکي وايي په وټه پور ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو درې کسان د جاسوسۍ په تور وژلي.

وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي، خو ويل کېږي په دغې وسلوالۍ کې يو شمېر بهرني جنګيالي او افغان طالبان د ناټو په هوايي بريدونو کې وژل شوي.

د همدې ولايت د ماڼوګي په ولسوالۍ په يوه هوايي بريد کې چې ګومان کېږي د بې پيلوټه الوتکې به وي، څلور وسله وال وژل شوي، چې يو يې مشر يادېږي.

ايساف په يوه ويناپاڼه کې د لوګر په برکي برک کې د غيرت په نوم د حقاني د ډلې د يوه قومندان د وژلو خبر ورکړى.

او د هرات په ادرسکن ولسوالۍ کې د پوليسو د روزنې مرکز ته نژدې د پوليسو پر ګاډي په چاودنه کې دوه افسران وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .