د افغان او ایساف ځواکونو تر منځ نښته شوې

د خپريدو وخت: 07:12 گرینویچ - 30 سپتمبر 2012 - 09 تله 1391
nato-afghan

ځايي چارواکو بي بي سي ته وویل چې په دې نښته کې څو تنه افغان سرتېري هم وژل شوي دي.

په افغانستان کې دېره ناټو ځواکونه وايي د افغان امنیتي ځواکونو په ډزو کې يي یو عسکر او یو ملکي کار کونکی وژل شوي دي.

ځايي چارواکو بي بي سي ته وویل چې په دې نښته کې څو تنه افغان عسکر هم وژل شوي دي.

بل لور ته د میدان وردګو د والي ویندوی شاهدالله شاهد له بي بي سي سره په خبرو کې د پېښې د تایید تر څنګ زیاته کړه، چې تر اوسه پورې دوی په دې پېښه کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه لري، خو به خبره يي سیمي ته یو پلاوی استول شوی، چې په دې اړه جزیات معلوم کړي.

"سیمي ته یو پلاوی استول شوی، چې په دې اړه جزیات معلوم کړي."

شاهدالله شاهد

د نوموړي په خبره پرون ماښام شاوخوا پنځه بجې د سیداباد ولسوالۍ سې سې سیمې ته د غځېدلې لارې په اوږدو کې د ایساف ځواکونه په عملیاتو بوخت وو، چې د ناسم پوهاوي له امله د دوی او افغان ملي امنیتي ځواکونو تر منځ دوه اړخیزې ډزې وشوې.

له دې مخکې په افغانستان کې دېره ناټو ځواکونو پرېکړه کړې وه، چې افغان او ائتلافي ځواکونه به يوازې په لویو پوځي خوځښتونو کې په گډه برخه اخلي ، خو په کوچنيو هغو کې به دوی له خپلو سترو قومندانانو اجازه اخېستو ته اړ وي.

د ناټو عمومي منشي اندرس فو راسموسن هم هغه مهال په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د وروستۍ پرېکړې ننګه وکړه چې ویل یې، له افغان ځواکونو سره به خپل گډ پوځي عمليات محدود کړي.

خو دامريکا د دفاع وزير ليون پنېتا تېره اوونۍ اعلان وکړ، چۍ ناټو ځواکونه به له افغان ځواکونو سره خپل گډ پوځي عمليات له سره پيل کړي.

که څه هم د امريکا د دفاع وزارت په دې اړه جزييات ور نه کړل چې په کومه کچه به له افغان ځواکونو سره ګډ عمليات ترسره کیږي، خو ښاغلي پنېتا ويلي و، چې په افغانستان کې مېشت زیاتره ځواکونه له خپلو افغان ملگرو سره گډ عمليات پرمخ بيايي

دروان میلادي کال په اوږدو کې له ۵۰ زیات بهرني عسکر د افغان امنیتي ځواکونو په بریدونو کې وژل شوي دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .