د قوانینو محدودیتونه کان کنستنه ګرانوي

د خپريدو وخت: 17:24 گرینویچ - 30 سپتمبر 2012 - 09 تله 1391

په افغانستان کې په داسې مهال د قیمتي ډبرو د قاچاق خبر ورکول کیږي چې د چارواکو په وینا وروسته له ۲۰۱۴ کاله به د دغه هېواد د اقتصاد د تمویل یوه عمده سرچینه کانونه وي.

د افغانستان د کانونو وزارت وايي، د معادنو په قانون کې د شته محدودیتونو له امله قیمتي ډبرې نشي را ویستلی.

د کانونو وزیر چې د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې يې د سناتورانو پوښتنې ځوابولې وویل، د افغانستان د قیمتي ډبرو د کانونو ګټه د دغه هېواد لپاره ناچیزه خو د پاکستان لپاره د پام وړ ده، ځکه د ده په خبره دغه ډبرې په ناقانونه توګه ایستل کیږي او پاکستان ته قاچاق کیږي.

د افغانستان د کانونو وزیر وحیدالله شهراني چې د مشرانو جرګې په استجوابیه غونډه کې يې خبرې کولې وویل، د کانونو په قانون کې د شته محدودیتونو له امله د افغانستان د قیمتي ډبرو د کانونو نه هر کال پاکستان ۳۵۰ میلیونه ډالره ګټه ترلاسه کوي خو د افغانستان د ملي اقتصاد ګټه له دغو کانونو نه یوازې لس میلیونه ډالره ده.

ښاغلي شهراني ټینګار وکړ چې په افغانستان کې قیمتي ډبرې په ناقانونه توګه را ویستل کیږي او زیاته یې کړه چې په دغه سکتور کې دریو نه تر ۵۰۰۰ افغانان کار کوي.

د نوموړي په وینا د افغانستان قیمتي ډبرو بیا په پاکستان کې د ۶۵ زره کسانو لپاره د کار زمینه برابره کړې ده.

د کانونو وزیر وویل، د دغو ستونزو د مخنوي لپاره یې د کانونو د نوي قانون طرحه د وزیرانو شورا ته وړاندې کړې ده.

په افغانستان کې په داسې مهال د قیمتي ډبرو د قاچاق خبر ورکول کیږي چې د چارواکو په وینا وروسته له ۲۰۱۴ کاله به د دغه هېواد د اقتصاد د تمویل یوه عمده سرچینه کانونه وي او وروسته له ۲۰۲۴ کاله به د افغانستان اقتصاد په بهرنیو مرستو نه بلکې د کانونو په عوایدو تکیه وي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .