''د کابل نژدې ۶۵٪ کورونه ناقانونه دي''

د خپريدو وخت: 12:37 گرینویچ - دوشنبه 01 اکتوبر 2012 - 10 تله 1391
کابل ښار

د کابل د ننه لاهم خلک د غرونو په لمنو کې خټین کورونه جوړوي او ان سلګونه کورنۍ خو لا په کېږدیو کې اوسېږي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دبشري میشتځای اداره وايي، په کابل ښار کې نژدې ۶۵ سلنه کورونه غیرې قانوني جوړ شوي دي.

دغه اداره پر داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې ملګري ملتونو په نړۍ کې د بشري مېشت ځای نړیوال ورځ لمانځي.

دغه اداره اندېښنه ښيي، چې د بې وزلۍ، بې کارۍ او ناامنیو له کبله ګڼ شمېر کورنیو خپل اصلي ځایونه پرېښي او ښارونو ته یې مخه کړې ده.

د بشري مېشت ځای ورځ د لومړي ځل لپاره د ۱۹۸۶ کال په اکتوبر کې ملګرو ملتونو په دې موخه ولمانځله، چې دنړۍ د هېوادونو په ښارونو او ښارګوټو کې د بشر لپاره د بنسټیزې اسانتیاوې ارزوي.

سږ کال دغه ورځ (په ښارونو کې د مثبت بدلون) تر شعار لاندې لمانځل کېږي، خو په پلازمېنه کابل کې، چې د افغانستان تر ټول ګڼ مېشتی ښار بلل کېږي، لاهم خلک د غرونو په لمنو کې خټین کورونه جوړوي او ان سلګونه کورنۍ خو لا په کېږدیو کې اوسېږي.

ځینې دغه خټین کورونه ان د غرونو پر داسې لمنو کې جوړ شوي، چې لوړوالي یې نژدې تر ۵۰۰ مترو ته رسېږي او خلک یې د څښاک اوبو له پلوه له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دبشري میشتځای ادارې چارواکي وايي، دهغو کورونو شمیر زرګونو ته رسیږي، چې له ښاري پلانه بهر جوړ شوي دي.

کابل ښار

ځینې دغه خټین کورونه ان د غرونو پر داسې لمنو کې جوړ شوي، چې لوړوالي یې نژدې تر ۵۰۰ مترو ته رسېږي او خلک یې د څښاک اوبو له پلوه له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

د دغې ادارې مشر نجیب امیري وايي، د کابل ښار نژدې ۶۵ سلنه کورونه په نا پلان شوو سیمو کې جوړول شوي دي.

له کلیوالو سیمو کابل یا نورو ښارونو ته د خلکو د ورماتېدو لوی لاملونه ناامني او بې وزلي ښوول کیږي، خو هغه ګډوال، چې کابل ته راګډه شوي لا هم له بې وزلۍ سره مخامخ دي.

د کابل ښارپه لویدیځ قمبر څلور لاري کې هغه سلګونه کورونه میشت دي، چې د کندهار او هلمند له ناامنیو راکډه شوي دي.

خو ښاغلی امیري وايي، له کلیوالو سیمو کابل ښار ته په پراخه کچه د خلکو کډه کیدل، د دې لامل شوي چې په دغه ښار کې لومړنیو اسانیتاوو ته هم د خلکو د لاسرسي کچه راکمه کړي.

په داسې یوه هېواد کې، چې د شمېرو له مخې، د وګړو نژدې ۳۰ سلنه کورونه یې په جګړو کې ویجاړ شوي وي، د حکومت لپاره یې د کورونو رغول اسانه چاره نه ښکاري خو له ښاري پلان سره سم د کورونو د جوړولو پر وړاندې تر ټولو لویه ننګونه د ځمکو غصب او په هغو کې خپلسري کورونه جوړول ګڼل کیږی.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .