مشرانو جرگه د مشرانو کور نه غواړي

د خپريدو وخت: 11:01 گرینویچ - سه شنبه 02 اکتوبر 2012 - 11 تله 1391
سپين روبي

سره مياشت وايي دوى غواړي له بې وزله سپين روبو سره مرسته وکړي

مشرانو جرګې د سرې مياشتې له خوا د د سپين ږيرو او سپين سارو د ساتلو لپاره د "مشرانو کور" له جوړېدو سره مخالفت وکړ او دغه کار يي د افغاني دودونو او اسلامي اصولو خلاف عمل وباله.

افغاني سرې مياشتې د "مشرانوکور" په نوم د يوۀ مرکز د جوړولو وړانديز کړى چې سپين ږيري او سپين سرې به په کې ساتل کېږي.

په مشرانو جرګه کې د اهل هنودو او سکانو استازې انارکلي هنريار د سه شنبې د ورځې( د اکتوبر دويمه) غونډې ته وويل چې د افغاني سرې مياشتې ټولنه په يو پلان کار کوي چې له مخې به يې راتلونکى کال په کابل کې د "مشرانوکور" په نوم يو مرکز جوړ شي.

هغې زياته کړه چې د دغه شان مرکز جوړول يو لوېديځ کلتور دى چې په هېڅ ډول له افغاني دودنو سره برابر نه دى.

اغلې انارکلي وايي:

"که سره مياشت غواړي له بې سرپرستو سره مرستې وکړي نو نورې لارې هم شته، مرستونونه دې ښه فعاله کړي، نور مرستندويه کارونه دې وکړي خو په دغه نوم د مرکز جوړېدو ته هېڅ اړتيا نه شته."

"يو شمېر هغه کورنۍ به هم کولاى شي چې خپل مشران دغه مرکز ته د پيسو په بدل کې راولي چې د هغوى د ساتلو لپاره لازم امکانات په کور کې نه لري"

هغى وويل چې افغانان د خپل دود له مخې خپلو مشرانو ته ډېر زيات درناوى لري او په هېڅ ډول نه غواړي هغوې له ځانه بېل کړي.

په مشرانو جرګه کې د زابل استازي محمد داوود حساس وويل چې د دغه ډول مرکز جوړېدل له بهر څخه پر افغاني کلتور ښکاره بريد دى.

ښاغلي حساس وويل:

"که سره مياشت غواړي چې خدمت وکړي، ليوني دي راټول کړي، بې له بضاعته کسانو او هغو ماشومانو سره دې مرستې وکړي، چې شاقه کارونه کوي."

د هغه په وينا، افغانان خپلو مشرانو ته زيات احترام لري او هر چا چې د ياد مرکز د جوړېدو وړانديز کړى، هغه بايد محاکمه شي.

په مشرانو جرګه کې د تخار استازي مولوي عبدالوهاب عرفان وويل چې د مشرانو د احترام په برخه کې د اسلام مبين دين غني فرهنګ لري چې انسانان هوساينې او خوشبختۍ ته رسوي، خو د مشرانو کور جوړېدل د دغو ټولو اصولو خلاف کار دى.

"سره مياشت نيت لري چې په لومړيو کې په دغه مرکز کې يوازې هغه کسان وساتي چې بې وزله وي او د پالنې لپاره څوک ونه لري."

د مشرانو جرگې غړو وپتېيله چې د دې موضوع په اړه به د مشرانو جرګې راتلونکي غونډې ته د افغاني سرې مياشتې ټولنې مشره فاطمه ګيلاني ور وغواړي چې د دې موضوع په اړه د جرګې غړو ته معلومات ورکړي.

د افغاني سرې مياشتې ټولنه وايي د دغه مرکز د جوړېدا پلان دوى تر هغه وروسته مطرح کړ چې په کابل ښار کې يې د سوالګرو ډېره برخه هغه کسان وليدل چې ډيرعمرونه لري خو سرپرستان نه لري.

سره مياشت نيت لري چې په لومړيو کې په دغه مرکز کې يوازې هغه کسان وساتي چې بې وزله وي او د پالنې لپاره څوک ونه لري.

خو زياتوي چې يو شمېر هغه کورنۍ هم کولاى شي چې خپل مشران دغه مرکز ته د پيسو په بدل کې راولي چې د هغوى د ساتلو لپاره لازم امکانات په کور کې نه لري.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .