ناټو وايي له مهال وېش مخکې نه وځو

د خپريدو وخت: 12:44 گرینویچ - سه شنبه 02 اکتوبر 2012 - 11 تله 1391

په بروکسل کې د ناټو یوه ویاندې بي بي سي ته وویل، چې دافغانستان په اړه یې په ستراتیژۍ کې هیڅ ډول بدلون نه دی راغلی او د ۲۰۱۴ کال تر پایه به په تدریجي ډول له افغانستان څخه خپل سرتیري وباسي.

ناټو هغه راپورونه رد کړل، چې ګنې د افغان ځواکونو له لوري پر بهرنیو پوځيانو د بریدونو د ډیرېدا له امله ممکن له ۲۰۱۴ کال وړاندې خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي.

که څه هم د ناټو سرمنشي اندریس فو راسموسن د افغان ځواکونو له لوري پر بهرنیو سرتیرو د بریدونو پر ډیریدا انديښنه ښوولې خو ویلي دي، چې د افغانستا په اړه د دغه سازمان په ستراتیژۍ هیڅ ډول بدلون نه دی راغلی.

له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وه، چې پر بهرنیو ځواکونو د افغان سرتیرو له لوري دبریدونو د ډیریدا له امله ښایی ناټو د افغانستان په تړاو پر خپله ستراییژی له سره کتنه وکړي.

خو په بروکسل کې د ناټو یوه ویاند بي بي سي ته دغه ډول راپورو نه رد کړل او ویې ویل، چې ناټو د افغانستان په تړوا خپله ستراتيژۍ کې هیڅ ډول بدلون نه دی راوستي.

د ناټو ویاند دارنګه وویل، چې پر بهرنیو ځواکونو د هغوی د افغان ملګرو له لوري د بریدونو ډیریدل، له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو سره هیڅ تړاو نه لري.

د افغان سرتیرو له خوا پر بهرنیو ځواکونو د بریدونه ډیریدل هغه مسله ده، چې د دغو دواړو ملګرو ځواکونو ترمنځ باور ټکنی کړی دی.

د ناټو مشر آندريس فوغ راسموسن په بروکسل کې خبریالانو ته دا ومنله، چې په افغانستان کې له ننګونو سره مخ دي خو دغه ننګونې به دوی له خپل هوډه په شا نه کړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .