'ګڼ افغان بندیان په نشو روږدي دي'

د خپريدو وخت: 12:32 گرینویچ - چارشنبه 03 اکتوبر 2012 - 12 تله 1391
په نشه روږدی کس

د افغانستان د زندانونو مشر وايي چې روغتيا وزارت ورسره د روږدو کسانو د اړينې درملنې په برخه کې مرسته نه کوي.

د افغانستان د مشرانو جرگې د شکايتونو اوريدو کميسون د افغانستان د زندانونو مشر امير محمد جمشيد د يو لړ پوښتنو لپاره د ملي شورا ودانۍ ته بللې و.

د سناتورانو لومړۍ نيوکه دا وه،چې گواکې د افغانستان زندانونه د روږدو کسانو پر استوگن ځايونو بدل شوې دي.

د مشرانو جرگې د شکايتونو اورېدو د کميسیون مرستيال گل احمد عزيزي وويل چې زندانونه روزنځي وي، خو په افغانستان چې څوک زندان ته ولويږي ددې پر ځاى چې وروزل شي، په نشو ککړيږي:

''زندانونه روزنځي دي، سمه ده کنه، خو کوم کسان چې د افغانستان زندانونو ته ځي نه يوازې دا چې روزل کيږي نه، بلکې ډيرى يې پر نشو روږدي کېږي، دا يو داسې شکايت دى چې له ټول افغانستان نه راغلى دى، که پر دې خبره لږه رڼا واچوئ.''

درملنه

د افغانستان د زندانو مشر جنرال امير محمد جمشيد ومنله چې په رښتيا هم د افغانستان په زندانونو کې روږدي کسان شته خو دا يې هم وويل چې ددغو روږدو کسانو ددرملنې هيڅ پروگرام نه شته:

''هو روږديتوب په زندانونو کې شتون لري،دا له بهره راځي هغه بنديان چې له ايرانه راځي،له پاکستانه راځي او هغه زندانيان چې دننه په هيواد کې يې جرمونه تر سره کړي دي، دا له لومړي مهاله په نشو روږدي وي.چې دا کسان په بند کې وي په يوۀ نا يوۀ ډول نشيي توکي زندان ته ليږدول کيږي.

موږ په زندانونو کې د روږدو کسانو ددرملنې بهيرونه نه لرو،يو ځل نه سلگونه ځل مو کاغذونه واستول غوښتنه مو وکړه چې د دغو کسانو درملنه بايد وشي،په پايله کې روغتيا وزارت څرخي پله زندان ته پنځه لس بسترونه راوړل،خو ومنئ که د يوه کس درملنه هم په کې شوې وي.''

هڅه مو وکړه چې په دې تړاو د روغتيا وزارت غبرگون هم تر لاسه کړو خو برياليتوب مو ملتيا ونه کړه.

د افغانستان د زندانونو مشر امير محمد جمشيد ومنله چې گڼ شمير زندانيان په راز راز نشو روږدي دي خو ټوليزه شمېره يې ور نه کړه.

نوموړي وويل چې دوى وسمهال زندانونو ته د نشه يي توکيو د لېږد مخه ځکه نه شي نيولاى چې دوى د پلټنو او څار وسمهالي پرمختللي وسايل نه لري چې دغه توکي بيامومي.

اړوند چارواکي د بنديانو ښځينه ملاقاتيانې او ماشومان تورنوي چې گواکې له زندانيانو سره د ليدو ير مهال هغوى ته نشه يي توکي لېږدوي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .