حامدکرزى: موږ ازادې ټاکنې غواړو

د خپريدو وخت: 08:21 گرینویچ - پنجشنبه 04 اکتوبر 2012 - 13 تله 1391
karzai

افغان ولسمشر په ټاکلي وخت د ټاکنو د ترسره کېدو ترڅنګ لوېدېځو هیوادونو ته خبر داری ورکړ چې د افغانستان په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې دې لاس وهنه نه کوي.

افغان ولسمشر حامد کرزي ټینګار وکړ چې له ټولو اندېښنو سره ، سره به دولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې پر ټاکلي وخت ترسره شي.

ښاغلي کرزي چې یوه خبري کنفرانس ته یې خبرې کولې وویل د حاکم نظام د مشروعیت لپاره ان نیمګړې ټاکنې غوره بولي.

دغه راز حامد کرزي بهرنیانو ته خبر داری ورکړ چې د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې دې لاس وهنه نه کوي.

"موږ د افغانستان د خلکو لپاره ټاکنې غواړو، په دې اړه مو په ډیرو څرګندو ټکو له بهرنیو مشرانو سره خبرې کړي، چې د تېرو ولسمشرۍ او پارلماني ټاکنو په څیر زموږ په ټاکنو کې لاسونه ونه کړي"

ولسمشر حامد کرزی

که څه هم داسې اندیښنې شته چې ګواکې په ۲۰۱۴ کال کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره به ناامنۍ پراخه او د ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې به ترسره نه شي ، خو د افغانستان ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا په پریکنده توګه وویل چې د ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې به په ټاکلي وخت ترسره کیږي.

د ولسمشر کرزي په خبره" ټاکنې آن که نیمګړې هم وی او د نوي ولسمشر راتګ د دې خاورې او د نظام د مشروعیت په خیر ده، نو له دې امله ټاکنې حتما کیږي، سل په سلو کې کیږي، په ټاکلي وخت کیږي، که د ټاکنو کمیسیون یوه یا دوه میاشتۍ وخت ونیسې نو خیر دی، خو ټاکنې حتما کیږي، نوی ولسمشر راځي."

بهرنیانو ته خبرداری

افغان ولسمشر په پریکنده ډول په ټاکلي وخت د ټاکنو د ترسره کیدو ترڅنګ لویدیځو هیوادونو ته خبر داری ورکړ چې د افغانستان په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې دې لاس وهنه نه کوي.

د ده په خبره" موږ د افغانستان د خلکو لپاره ټاکنې غواړو، په دې اړه مو په ډیرو څرګندو ټکو له بهرنیو مشرانو سره خبرې کړي، چې د تېرو ولسمشرۍ او پارلماني ټاکنو په څیر زموږ په ټاکنو کې لاسونه ونه کړي، باید چې د ۲۰۰۹ کال د ولسمشریزو ټاکنو پرمهال ورته ثابته شوې وي چې دوی نه شي کولی چې د لاسوهنې له لارې خپل پلان د افغانستان پر خلکو پلي کړي، نو موږ ازادې ټاکنې غواړو، چې نه د افغانستان حکومت په کې لاسوهنه وکړي او نه هم بهرنیانو ته په کې د لاسوهنې چانس په لاس ورشي."

د ټاکل شوي پلان او د قانون د حکم له مخې په پام کې ده چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې د ۱۳۹۳ لمریز کال په پسرلي کې وشي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي چې د ۱۳۹۳ کال د ولسمشریزو ټاکنو لپاره چمتووالی نیسي، خو د ټاکنو پرمهال امنیتي ستونزې لا هم سترې ننګونې بلل کیږي.

له افغانستان څخه د بهرنیو محاربو ځواکونو د وتلو لړۍ د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کېدو پورې پای ته رسیږي.

یو شمیر کتونکي د ټاکنو پرمهال د افغان امنیتي ځواکونو د وړتیاو له امله اندېښمن دي، خو افغان چارواکي وايي ټاکنې به د سولې په فضا کې ترسره شي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .