حامد کرزي له امریکا د الوتکو غوښتنه وکړه

د خپريدو وخت: 14:14 گرینویچ - پنجشنبه 04 اکتوبر 2012 - 13 تله 1391
karzai

افغان ولسمشر وویل، چې که څه هم وروستۍ پریکړه نه ده شوې خو غالب ګمان دادی چې افغانستان به پرېکړه وکړي چې له نورو لارو درنې وسلې او الوتکې تر لاسه کړي.

د کونړ په یو شمېر ولسوالیو او د افغانستان په یو شمیر نورو ختیځو سیمو د پاکستان له لوري راکټي بریدونه په داسې حال کې روان دي چې افغان ولسمشر حامد کرزی وايی حکومت یې داسې وسایل په لاس کې نه لري چې د برید ځای په نښه کړي.

ښاغلی کرزی وايي" افغان حکومت داسې وسایل په واک کې نه لري چې هغه ځایونه په نښه کړي له کوم ځایه چې پر افغانستان برید کیږي."

" د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیک تړون له مخې امریکا به د بهرني برید پرمهال د افغانستان له خاورې دفاع کوي"

ولسمشر حامد کرزی

ولسمشر حامد کرزي وویل له امریکا نه يي غوښتي چې د دواړوه هیوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو د تړون له مخې باید د امریکا متحده ایالات له افغانستان څخه د دفاع په لار کې عملي ګامونه پورته کړي.

د نوموړي په خبره" د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیک تړون له مخې امریکا به د بهرني برید پرمهال د افغانستان له خاورې دفاع کوي، تر هغه چې افغانستان دا توان پیدا کوي، له هغوی مو دا غوښتي ، خو لکه څنګه چې ما وویل حتی هغوی حاضر نه دي چې دا ومني چې دا ډول بریدونه شوي دی."

افغان ولسمشرد افغانستان په ختیځو سیمو د بریدونو په اړه یو ځل بیا پر پخوانۍ خبره ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې هیڅکله به د پولې پر پورې غاړې مېشتو خلکو بریدونه ونه کړي ځکه د ده په وینا (( هغوی زمونږ خپل قوم او خلک دي))

د افغان ځواکونو سمبالښت

د افغان ځواکونو د سمبالښت په اړه ښاغلي کرزي وویل، چې د امریکا له متحدو ایالتونو یې غوښتي چې افغان ځواکونو ته جنګي، کشفی او لیږدوونکې الوتکي په واک کې ورکړي او که چېرته دوی دا نه شي کولی نو نورې لارې دې پر افغانستان نه تړي.

د نوموړي په خبره" موږ له امریکا غوښتي چې زموږ هوايي ځواک په جنګي ، کشفی ، او لېږدوونکو الوتکو سمبال کړي امریکا تر اوسه دې غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی. دا بحث چې راتلونکې اونۍ به هم دوام ولري په دې اړه دی چې که چېرې امریکا او ناټو مونږ ته دا وسایل رانه کړل، نو افغانستان به منتظر وي او که د خپل توان له مخې هرڅومره چې وي له روسیې ، چین ،هند او یا بل کوم ځای څخه وسلې واخلي."

افغان ولسمشر وویل که څه هم وروستۍ پریکړه نه ده شوې خو غالب ګمان دادی چې افغانستان به پرېکړه وکړي چې له نورو لارو درنې وسلې او الوتکې تر لاسه کړي.

افغانستان له یو شمېر هیوادونو سره د ستراتیژیکو اړیکو اسناد لاسلیک کړي خو له پاکستان سره د دا ډول سند لاسلیک کول د ولسمشر حامد کرزي په وینا د یو لړ شرطونو له مخې شونی دی.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .