د ملي امنیت لپاره زبر ځواک سره تړون په کار دی

د خپريدو وخت: 17:48 گرینویچ - پنجشنبه 04 اکتوبر 2012 - 13 تله 1391

ښاغلي احدي وويل په ٢٠١٤ ميلادي کال کې ولسمشريزې ټاکنې او د بهرنيانو وتل يو ښه مهال وېش نه دی.

د افغانستان د سوداگرۍ وزير او د افغان ملت گوند پخواني مشر انوار الحق احدي ويلي دي دا چې د مهال وېش له مخه د بهرنيو ځواکونو وتل او ولسمشريزې ټاکنې پۀ يوۀ کال کې تر سره کيږي، اړينه ده چې افغان امنيتي ځواکونه په همغږۍ سره د ټاکنو د خونديتوب لپاره پوره تابيا ونيسي.

د ښاغلي احدي په وينا که افغان امنيتي ځواکونه د بشپړ امنيت په راوستلو کې پاتې راځي نو بايد له يوۀ داسې زبر ځواک سره امنيتي ستراتيژيک تړون لاس ليک شي چې زموږ ملي امنيت ته گواښ نه جوړوي.

ښاغلي احدي د نيوکې پر ډول وويل چې گواکې تر اوسه افغانستان له کومو هېوادونو سره ستراتيژيک تړونونه لاسليک کوي يوازې مالي مرستې، روزنه او وسله په کې راغلي دي او په وينا يې امنيتي ژمنتيا نه لري.

د افغانستان د سوداگرۍ وزير او د افغان ملت پخواني مشر انوار الحق احدي وويل چې پرته له ټاکنو ولسواکي نه رامنځ ته کيږي او بې مانا بريښي.

ښاغلي انوار الحق احدي د ولسمشريزو ټاکنو د مخې د ستونزو د يادولو پر مهال ډېر ټينگار د هېواد پر امنيتي خونديتوب وکړ.

ښاغلي احدي وويل په ٢٠١٤ ميلادي کال کې ولسمشريزې ټاکنې او د بهرنيانو وتل يو ښه مهال وېش نه دی.

د نوموړي په وينا ښه به دا واى چې يوه چاره مخکې شوې يا وروسته شوې واى.

خو ښاغلي احدي وويل چې اوس بايد افغان امنيتي ځواکونه په همغږۍ سره د نا امنۍ مخه ونيسي او ټاکنو ته يو وړ چاپيريال جوړ کړي.

ښاغلي احدي وويل که په دې برخه کې د پاتې راتللو شونتيا وي، نو په کار دا ده چې افغانستان له يوه ځواکمن هېواد سره ستراتيژيک تړون لاسليک کړي داسې تړون چې امنيتي خونديتوب يې هم په منځ پانگه کې ونغښتل شي.

ښاغلي احدي وويل چې په تېرو ستراتيژيکو تړونونو کې دا اړينه خبره نه ده راغلې.

نوموړي وويل امنيت د ټاکنو لپاره او ټاکنې د يوه ولسواک نظام لپاره اړينې دي.

ښاغلي احدي وويل ولسواک حکومتي جوړښتونه رڼو ټاکنو ته اړتيا لري که نه نو په وينا يې نا رڼې ټاکنې خو په دېکتاتور نظامونو کې هم کله کله تر سره کيږي.

د سوداگرۍ وزير له سياسي گوندونو وغوښتل چې د ټاکنو پر خپلواک کميسون او اړوندو حکومتي بنسټونو اړين فشار را ولي چې د ټاکنو روڼاوي ته لاره هواره کړي.

نوموړي همدا راز وويل چې اوس مهال د ټاکنو خپلواک کميسون او سياسي گوندونه پر دې خبرې کوي چې د يوه کره جوړښت له مخې په ټاکنو کې د درغيلو او ټگۍ برگۍ مخه نيولاى شي.

خو بل پلو افغان ولسمشر حامد کرزي پرون وويل چې له نه ټاکنو نه نيمگړې ټاکنې ښې دي، ځکه چې په وينا يې نظام ته مشروعيت بښي.

د ښاغلي کرزي وينا ده چې په هر حال ولسمشريزې ټاکنې به خامخا تر سره کيږي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .