پکتیکا: ډله ییز برید کې مرګ ژوبله اوښتې

د خپريدو وخت: 08:25 گرینویچ - جمعه 05 اکتوبر 2012 - 14 تله 1391
paktika

پکتیکا یو غرنی ولایت دی، چې له پاکستان سره ۳۳۶ کیلومتره ګډه پوله لري

د پکتيکا سميه ییزو چارواکو ويلي دي، چې د دغه ولایت په سر روضه ولسوالۍ کې يې د يوې نښتې په پايله کې ۳۰ تنه وسلوال طالبان وژلي دي.

د دوی په وینا د ۲۶ تنو وسله والو مړي له دوى سره دي.د پکتيکا ولايت د والي وياند مخلص افغان وايي چې ډېر ژر به دا مړي ولسي خلکو او خبريالانو ته هم وښيي.

په جگړه کې پنځه تنه سیمه یيز پوليس هم وژل شوي دي. د یاد ولایت د والي ویاند مخلص افغان له بي بي سره په خبرو کې ومنله، چې په دغه ولایت کې نن سهار د ( اکتوبر په پنځمه) دوه پېښې شوې، چې د نوموړي په خبره لومړۍ پېښه د سروضې ولسوالۍ په اړوند مارزکو سیمه کې او بله هغه د سروبي ولسوالۍ په پاڼه سیمه کې رامنځ ته شوې دي.

د نوموړي په خبره یوه ډله وسله والو په مارزکو سیمه کې د سیمه ییزو پولیسو پر پوسته برید وکړ، چې ملي پولیس او د ایساف هوايي ځوک هم د سیمه ییزو پولیسو مرستې ته ورسېدل.

د ده په خبره په دواړو نښتو کې تر ۳۰ زیات وسله وال او پنځه تنه سیمه ییز پولیس وژل شوي دي. ده دا هم وویل، چې په دې نښتو کې درې تنه سیمه ییز پولیس او څلور ملي پولیس ټپیان دي.

بل لور ته د وسله والو ‌طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد وايي په دې بریدونو کې يې ۲۶ تنه سیمه ییز پولیس وژلي او د دوی یو ملګری وژل شوی دی او دوه نور ټپیان دي. د مجاهد په خبره په دواړو نښتو کې يې ۲۱ تنه سیمه ییز پولیس ژوندي هم نیولي دي.

پکتیکا یو نا امنه غرنی ولایت دی، چې اکثر ورڅخه د نا امنیو خبرونه راځي. دغه ولایت له پاکستان سره ۳۳۶ کیلومتره ګډه پوله لري.

د دې ولایت پنځه ولسوالۍ له پاکستان سره په ګډه پوله پرتې دي، چې د چارواکو په وینا له همدې لارې کله ناکله وسله وال ‌‌‌طالبان راځي او له بریدونو وروسته بېرته د پولي بل لور ته اوړي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .