ایسا وايي سږنۍ پانګونه ٪۲۰ ډېره وه

د خپريدو وخت: 12:34 گرینویچ - 07 اکتوبر 2012 - 16 تله 1391

آيسا وايي اوس لويو او وړو پانګوالو د کاني زيرمو او د صنايعو د توليد په برخه کې خپلې پانګونې زیاتې کړي او ډېر نور پانګوال د جوازونو د اخيستو په درشل کې دي.

له پانګوالو د ملاتړ اداره آيسا پر داسې مهال په افغانستان کې د پانګونې د زياتېدو خبره کوي چې په وروستيو کې له دغه هېواده د پانګوالو د وتو ګنګوسې خپرې شوې.

آيسا په افغانستان کې د پانګونې د زياتېدو لوی لاملونه په کاني زېرمو کې پراخې پانګونې او د پانګوالو هغه ګټه وټه بولي چې په خبره يې په نورو هېوادونو کې په دومره لويه کچه نه شي ترلاسه کولی.

د آيسا مشر وفي الله افتخار ډاډ ښيي نه يوازې دا چې د پانګونې کچه نه ده کمه شوې، بلکې په تېرو نهو مياشتو کې دغه کچه شل سلنه پورته ختلې ده:

''د پانګونې د کموالي او تېښتې په اړه خپاره شوي راپورونه ردوو، په ۲۰۱۱ کال کې په افغانستان کې ۴۹۴ ميليونه ډالره پانګونه شوې وه، په داسې حال کې چې د ۲۰۱۲ کال په لومړيو نهو مياشتو کې دغه کچه ۴۶۰ ميليونه ډالره ده چې ۱۸ نه تر ۲۰ سلنې زياتوالی ښيي.''

"آيسا د پانګوالو د را ماتولو په موخه د کرنې او خدماتي سکتورونو د جوازونو د فيس په برخه کې د ۲۵ سلنې کمښت اعلان هم وکړ."

آيسا وايي اوس افغانستان ۱۳ ډوله توکي په کور دننه توليدوي چې د غير الکولي مشروباتو او پلاستيکي توکو په ګډون ځينې يې د منځنۍ اسيا هېوادونو ته هم صادريږي.

له پانګونې د ملاتړ اداره وايي په تېرو کابو لسو کلونو کې په افغانستان کې ۹ ميليارده ډالره پانګونه شوې چې دريمه برخه يې د بهرنيانو ده.

دوی په افغانستان کې د پانګونې د غوړېدو پر وړاندې د ځينو ستونزو يادونه هم وکړه چې برېښنا، د فابرېکې لپاره ځمکه او اومه مواد يې مهم وو.

آيسا وايي دغو ستونزو ته د حل موندلو په نيت درې اوونۍ وروسته په کابل کې يې يو کنفرانس جوړي چې ترڅنګ به يې د ملي صنايعو نندارتون هم جوړ کړي.

آيسا د پانګوالو د را ماتولو په موخه د کرنې او خدماتي سکتورونو د جوازونو د فيس په برخه کې د ۲۵ سلنې کمښت اعلان هم وکړ.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .