پر افغانستان د امریکايي یرغل ۱۱مه کلیزه پوره شوه

د خپريدو وخت: 05:12 گرینویچ - 07 اکتوبر 2012 - 16 تله 1391
امریکايي پوځيان

د افغانستان په روانه یوولس کلنه جګړه کې نژدې دوه زره امریکايي پوځيان وژل شوي دي.

نن یکشنبه (د اکتوبر ۷) پر افغانستان د امريکا له خوا د يرغل له ۱۱ مې کليزې سره سمون لري.

۱۱ کاله وړاندې امريکا د سپتمبر يوولسمې بريدونو په غچ کې په افغانستان کې د القاعدې پټنځايونو له منځه وړلو په موخه بريدونه پيل کړل.

پر امريکا د سپتمبر ۱۱ مې بريدونو وروسته د دغه هېواد هغه مهال ولسمشر جورج بوش طالبانو ته ګوتڅنډونه وکړه، چې اسامه بن لادن وروسپاري او د القاعدې روزنځايونو له منځه وړلو کې ورسره همکاري وکړي، که نه نو جګړې ته دې ملا وتړي.

طالبانو دغه غوښتنې رد کړې او د امريکا پر وړاندې يې ننګوونکی دريځ خپل کړ.

د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر پر ۷ مه د امريکا ولسمشر جورج بوش پر افغانستان د بريدونو د پيل اعلان وکړ.

له درنو بمباريو او د امريکا په مرسته د شمالي ټلوالې له نژدې يوې نيمې مياشت مځکنيو جګړو وروسته د طالبانو نظام د ۲۰۰۱ کال د دسمبر لومړۍ اوونۍ ورپرځېد.

"په تېره څه د پاسه يوه لسيزه کې د وخت په تېرېدو په افغانستان کې امنيت د ټينګښت او قانون واکمنۍ په موخه د بهرنيو ځواکونو شمېر ډېر شوی، خو په مقابل کې طالبانو هم په پرله پسې ډول خپل اغېز زيات کړی."

له خورا پراخ لټون سره سره د دغې ډلې مشر ملا عمر له خپلو نژدې ملګريو سره په تېښته او له سترګو آلونیه شو.

په عمومي ډول فکر کېږي چې دوی د پاکستان کوټه کې پټ دي، چې له هغه ځايه د طالب اورپکو د بريدونو لارښوونه کوي.

خو هغه څه چې د کوټې شورا په نامه مشهور شوي، اسلام اباد يې له شته والي انکار کوي.

په تېره څه د پاسه يوه لسيزه کې د وخت په تېرېدو په افغانستان کې امنيت د ټينګښت او قانون واکمنۍ په موخه د بهرنيو ځواکونو شمېر ډېر شوی، خو په مقابل کې طالبانو هم په پرله پسې ډول خپل اغېز زيات کړی، چې له امله يې د افغانستان په ډېرو سيمو کې بې امنيتی هم پراخه شوې په کلني ډول ګڼ شمېر خلک وژل کېږي.

طالبانو پر افغانستان د بريدونو ۱۱ مې کليزې پر وخت د برېښناليک له لارې خپله اعلاميه کې ويلي تر هغه چې بهرني ځواکونه له افغانستان نه وي وتلي، دوی به خپله جګړه روانه ساتي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .