زابلیان روغتیايي اسانتیاوې غواړي

د خپريدو وخت: 05:39 گرینویچ - 07 اکتوبر 2012 - 16 تله 1391

خاک افغان د زابل یوازینۍ ولسوالي ده چې په کې روغتیایي مرکز نه شته.

د زابل روغتیايي چارواکي وايي چې لاهم ددغه ولایت د یو شمېر ولسوالیو اوسېدونکي د امنیتي ستونزو او د روغتیا په برخه کې د لږو امکاناتو له کبله له روغتیایي اسانتیاوو بې برخې دي.

د زابل د یوشمېرلیرو پرتو ولسوالیو اوسېدونکي لاهم د خپلو ناروغانو ددرملنې لپاره اړ دي چې ساعتونه مزل ووهي او ځان مرکزکلات ته ورسوي.

دغه اوسېدونکي وایي چې په یوشمېر ولسوالیو کې روغتیایي مرکزونه نه شته او په ځینو کې بیا مرکزونه شته، خو دارو درمل او ډاکتران نه شته چې ددوی درملنه وکړي.

ددغه ولایت د ولسوالیو ۷۰ سلنه اوسېدونکي له دا ډول برخلیک سره مخامخ دي.

ددغو ولسوالیو خلک په خپلو سیمو کې د روغتیا مرکزونو د نشتون له کبله تر پزې راغلي.

ډېر کله د یوه ناروغ ددرملنې یا ژغورنې لپاره څو روغ کسان د سړک غاړې ماینونو کې مري، او یاهم د ترافیکې پېښو قرباني کیږي.

د زابل د روغتیا چارواکي وایي چې لاهم امنیتي ستونزې او د روغتیایي مرکزونو د ساتنې په برخه کې د ځایي خلکو نه همکاري په دغه ولایت کې د روغتیایي اسانتیاوو د وړاندې کولو بهیر ټکنی کړی.

د همدې ولایت د مرکزي روغتون مشر ډاکټر زلمی رښتین د خلکو ستونزوي پرځای بولي، خو نوموړی په دغه ولایت کې د روغتیا په برخه کې د بودیجې او د بشري ځواکو لږوالی تر ټولو لویې ستونزې یادوي:

''موږ اوسمهال یوازې د۳۰ سلنې اوسېدونکو لپاره روغتیایي اسانتیاوې په واک کې لرو په داسې حال کې چې په دغه ولایت کې څه باندې ۸۰۰۰۰۰ وګړي اوسېږي.''

زابلیان وايي چې په ځینو ولسوالیو کې هېڅ روغتیايي مرکز نه شته.

زابل د افغانستان له هغو نارامه ولایتونو دی، چې ولسوالۍ او کلي یې له یو بله په ډېر واټن کې پراته دي، چې دغه څه خلکو ته د روغتیایي اسانتیاوو رسول ټکني کړي دي.

په زابل ولایت کې اوسمهال د یوه اتیا بستریز روغتون سربېره، ۲۱ روغتیایي مرکزونه شته، چې د چارواکو په خبره ددغه ولایت ۵۰ سلنه اوسېدونکو ته یې روغتیایي اسانتیاوې برابرې کړي.

خاک افغان د زابل یوازینۍ ولسوالي ده چې په کې روغتیایي مرکز نه شته.

زابلیان پر داسې مهال په دغه ولایت کې د روغتیایي اسانتیاوو د لږوالي خبره کوي چې د عامې روغتیا وزارت یوازې څو ورځې وړاندې په خپل یوه راپور کې ویلي وو، چې لاهم د افغانستان ۴۰ سلنه وګړي د لومړنیو روغتیایي اسانتیاوو بې برخې دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .