د محصلینو احتجاج په تاو تریخوالي واوښت

د خپريدو وخت: 12:45 گرینویچ - دوشنبه 08 اکتوبر 2012 - 17 تله 1391
protest_kabul

پولیس وايی اعتراض کوونکي محصلین د یو شمېر نامعلومو کړیو له خوا لاریونونو او اعتراض ته هڅول کیږي.

له نژدې درې اونیو لاریونونو او اعتراضي غونډو وروسته بالاخره د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلینو نننۍ غونډه په تاوتریخوالي واوښته.

د کابل پولیس وايي د برهان الدین رباني په نوم د یاد پوهنتون د نوم د بدلولو له امله اعتراض کوونکو محصلینو په برید کې شاوخوا ۱۰ پولیس ټپیان شوي او یو شمېر محصلین د پولیسو له خوا نیول شوي هم دي.

پولیس وايی اعتراض کوونکي محصلین د یو شمېر نامعلومو کړیو له خوا لاریونونو او اعتراض ته هڅول کیږي.

د ۱۰۱ اسمايي زون د جنايي څېړنو مشر جنرال محمد ظاهر وايي د محصلینو له خوا شاوخوا ۱۰ پولیس سرتېري ټپیان شوي او یو شمېر محصلین د پولیسو له خوا نیول شوي دي.

د ښاغلي ظاهر په وینا نامعلومه کړۍ د دا ډول پېښو ترشا لاس لري او غواړي په ټولنه کې ستونزې رامنځ ته کړي.

"ځینې لاسونه دي چې د پردې شاته کار کوي او زمونږ د ځوانانو له احساساتو ګټه پورته کوي، غواړي چې لاریون په تاوتریخوالي بدل کړي او په ملي کچه موږ ته ستونزې را ولاړې کړي، موږ ټول افغانان یو، مونږ نه غواړو چې ان یوه کوچنۍ ستونزه هم رامنځ ته شي، د محصلینو له سیاست سره څه؟ دوی باید خپلې زده کړې وکړي د لومړي، دویم او دریم نمرګۍ لپاره باید هڅه وکړي او خپل وطن ته خدمت وکړي. په دې عمر کې چې دوی داسې خبرو پسې ګرځي نو د دې هېواد راتلونکی به څه ډول وي."

د پوهنتون د نوي نوم مخالف محصلین وايي دوی نه غواړي د برهان الدین رباني په نوم پوهنتون کې زده کړې وکړي.

له اعتراض کوونکو محصلینو څخه یوه بي بي سي ته وویل" داسې معلومیږي، لکه دغه پولیس چې زموږ د حکومت نه وي، له موږ نه ددفاع کولو په ځای يې پر موږ برید وکړ او موږ يې ووهلو، زه د ښوونې او روزنې پوهنتون غواړم، نه ده سولې د پروفېسور، د سولې پروفېسور به د ځان لپاره وي، خو زه يې نه قبلوم."

"ځینې لاسونه دي چې د پردې شاته کار کوي او زمونږ د ځوانانو له احساساتو ګټه پورته کوي، غواړي چې لاریون په تاوتریخوالي بدل کړي او په ملي کچه موږ ته ستونزې را ولاړې کړي، موږ ټول افغانان یو، مونږ نه غواړو چې ان یوه کوچنۍ ستونزه هم رامنځ ته شي، د محصلینو له سیاست سره څه؟ "

جنرال محمد ظاهر

خو هغه یو شمیر محصلین چې د کابل پوهنتون د نوي نوم پلویتوب کوي اعتراض کوونکي محصلین د ملي یووالي په زیانمنولو او پولیس د هغوی په ملاتړ تورنوي.

د نوي نوم پلویانو غوښتل خپلو درسي خونو ته ولاړ شي خو معترضو محصلینو یې مخه ونیوله او دواړو ډلو یو بل په ډبرو وویشتل.

د کابل د ښوونۍ او رروزنې پوهنتون په زرګونه محصلین لري خو د نوي نوم مخالفین او پلوي محصلین چې نن راغونډ شوي وو شاوخوا ۲۰۰ تنه وو.

برهان الدین رباني په تېره ۷۰مه لمریزه لسیزه کې د څلور کلونو لپاره د افغانستان ولسمشر و، په دغه موده کې خونړیو کورنیو جګړو زرګونه کسان د مرګ خولې ته ورکړل.

د ده په نوم د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د نومولو معترض محصلین وايي نه غواړي پوهنتون یې د داسې چا په نوم و نومول شي چې دواک پرمهال یې لسګونه زره کسان وژل شوي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .