ولایتونو ته د پوستي کودونو مشخصول

د خپريدو وخت: 12:13 گرینویچ - سه شنبه 09 اکتوبر 2012 - 18 تله 1391

د مخابراتو وزارت چارواکي وايي دا چې د ښارونو ډېری سیمې د ښاروالۍ په نقشو نه دي جوړې شوې، د پوست لپاره یې د دقیقو پتو موندل هم ستونزمن کار دی.

د افغانستان مخابراتو او معلوماتي تکنالوژي د پوست ریاست وايي دغه هېواد او ولایتونو ته یې پوستي ګوډونه مشخص کړي دي.

دوی وايي دا مهال د ۳۱ پوستي مرکزونو له لارې له ټولې نړۍ سره اړیکې لري.

خو په افغانستان کې د تیلې فون، موبایل او انترنېټ په ګټې اخیستو سره ګڼ افغانان وايي چې له پوست استفاده کمه شوې ده.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټګنالوژۍ د پوست ریاست وايي مرکز کابل ته یې ۱۰۰۱ کوډ او ددغه هېواد ټولو ولایتونو ته نور دغه ډول ګوډونه ټاکلي، چې عملې چاره یې پیل شوې ده.

ددغه هېواد په ولایتونو کې د مېنو، څلور لارو، واټونو د مشخصو او منل شویو قانوني نومونو نشتوالی د پوست د لېرد- رالېږد په برخه کې لویه ستونزه یادېږي.

د مزار شریف یو اوسېدونکی وايي چې ګڼې سیمې د ښاروالیو له لوري نقشې نه لري، چې دوی يې له امله چاته د خپل کور دقیقه پته د پوست لپاره نشي ورکولی.

د پوست له لارې په ځند د اسنادو رسېدل بل هغه دلیل دی چې د خلکو اتکا پرې کمه شوې ده.

خو د موبایل تیلې فون او انټرنېټ پراختیا بیا بل هغه لوی لامل دی چې له ډېرو معتبرو او اصلي او حکومتي اسنادو د لېږد له ضرورت پرته د نورو ډېرو اسنادو د کاپي لېږد د انټرنېټ په مټ ترسره کېږي.

خو له دې ټولو سره سره، یو شمېر کسانو د پوست له لارې د اسنادو لېږد ډاډمنه لاره بولي.

د بلخ ولایت د پوست ادارې مشر وايي چې ۶۰ سلنه د پوستي توکو لېږد يې دولتي اسناد دي، خو وايي چې د تېرو کلونو په پرتله فعالیت ښه شوی دی.

د افغانستان د مخابراتو وزارت د معلوماتي تکنالوژۍ د پوست ادارې سرپرست محمد یاسین رحیمي وايي چې ددغه هېواد ټولو ولایتونو ته په اوونۍ کې له دوه تر ۵ ځلو پوستي انتقالات لري،

د پوست رسولو د چارې کمپیوټري کېدل او د پرمختللو تجهیزاتو نشتوالی د پوست ادارې مامورین بله لویه ستونزه بولي.

د افغانستان د مخابراتو وزارت د معلوماتي تکنالوژۍ د پوست ادارې سرپرست محمد یاسین رحیمي وايي چې ددغه هېواد ټولو ولایتونو ته په اوونۍ کې له دوه تر ۵ ځلو پوستي انتقالات لري، چې په ځینو ولایتونو کې د نویو بایسکلونو موټر سایکلونو او ګاډو په مټ د خلکو اسناد کور او دفتر ته ور رسول کېږي.

ښاغلی رحیمي وايي په تېر یوه کال کې يې ددرې نیم میلیونه قلم توکو لېږد- رالېږد ترسره کړی، چې د پوست ادارې له سوداګریزې برخې یو اعشاریه ۳۵ میلیونه افغانۍ عاید هم لاسته راغلی.

د پوست اداره په پام کې لري، ډېر ژر د افغانستان د اولمپیک د مډال کټونکو په نوم، د افغانستان د کریکټ په نوم، د چاپېریال په نوم او د غزني ښار په نومونو په پرله پسې ډول پوستي تکتونه چاپ کړي، چې د چلښت وړ به وي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .