د ښوونې او روزنې د پوهنتون لانجې نوی اړخ موندلی

د خپريدو وخت: 08:01 گرینویچ - چارشنبه 10 اکتوبر 2012 - 19 تله 1391

وړمه ورځ د احتجاج بهير په تاو تريخوالي واوښت، چې د چارواکو په وينا په کې ۱۰ تنه پوليس ټپيان شول.

د برهان الدين رباني په نوم د ښوونې او روزنې د پوهنتون د بدلون له کلبه راولاړې شوې ستونزې نوي اړخونه بيامومي. د افغانستان د مشرانو جرگې يو شمېر غړي وايي چې دې لانجې نوي اړخونه پيدا کړي دي.

په مشرانو جرگه کې د هلمند ولايت سناتور شير محمد اخونزاده وويل چې ځانگړو سميزو او سياسي کړيو د سويلي سېمو يو شمېر معترض محصلان ان پر چړو هم وهلي دي.

" دکلتوري چارو جرگگۍ له تاسې مې غوښتنه داده چې د لوړو زده کړو وزير او د پوهنتون مشر راوغواړئ او د مشرانو جرگې ليد لوری ورته په دې برخه کې روښانه کړئ."

عالم ايزديار

د مشرانو جرگې مرستيال او د غونډې مشر عالم ايزديار هم ومنله چې گواکې يو شمېر محصلان د سياسي ډلو د لاس اله گرځيدلي،وايي هغه معترض محصلان دي او که د نوې نومونې پلويان.

نوموړي د جرگې کلتوري کميسیون ته دنده وسپارله چې د لوړو زده کړو وزير او د پوهنتون مشر جرگې ته وروبولي چې د مشرانو جرگې له ليدلوري خبر شي.

" محصلان هره ورځ د يو شمېر سياسي خلکو د لاس اله گرځي له دې اړخه وي که له هغې اړخه،ددې پر ځاى چې درس ووايي زده کړه وکړي يو له بل سره نښلي،هيله من يو چې موږ د خلکو استازي په انفرادي او ټوليز ډول هڅه وکړو چې دا ستونزه هواره شي،لکه تاسې چې وويل ملي گټې او ملي يو والى دى په پام کې وي،د کلتوري چارو جرگگۍ له تاسې مې غوښتنه داده چې د لوړو زده کړو وزير او د پوهنتون مشر راوغواړئ او د مشرانو جرگې ليد لوری ورته په دې برخه کې روښانه کړئ."

شاوخوا درې اونۍ مخکې چې د کابل د ښوونې روزنې پوهنتون له وره زړه نوم دړه يانې لوحه لرې شوه او د برهان الدين رباني نوم پرې وليکل شو يو شمېر محصلانو اعتراضيه خو سوليز لاريونونه پيل کړل.چې په پايله کې وړمه ورځ دغه بهير په تاو تريخوالي واوښت،د چارواکو په وينا ۱۰ تنه پوليس ټپيان شول،چارواکو د يو شمير معترضو محصانو د نيونې خبره هم کړې وه.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .