کونړ:امنیتي مسوولیت افغان ځواکونو ته وسپارل شو

د خپريدو وخت: 12:31 گرینویچ - چارشنبه 10 اکتوبر 2012 - 19 تله 1391

دکونړچارواکي دامنيت سپارل پر ځان بسيا کيدل بولي، خو سختې ننګونې هم له ياده نه وباسي.

دامنيت دلېږد په دريم پړاوو کې دکونړ مرکز او درې ولسوالۍ افغان امنيتي ځواکونو ته وسپارل شوې. دکونړچارواکي دامنيت سپارل پر ځان بسيا کيدل بولي ،خو په دې کې د سختو ننګونو یادونه هم کوي.

له سپارل شویو سيمو نه په ځينو کې بهرني ځواکونو دېره دي چې په ظاهره یې دکډه بارولو نښې نښانې نه شکاري.

دولايتي ودانۍ څنډې ته په جوړه شوې دستوره کې لومړی دافغانستان بيرغ هسک او د دوه بهرنيو سرتېرو په لاس دامريکا بيرغ راښکته شو، چې معانا ېې په دغه ځای کې افغان ځواکونو ته دامنيتي مسوولیت سپارل و.

داوس لپاره به دمرکز اسد اباد په ګډون د درې ولسواليو نرنګ،څوکۍ او نورګل امنيتي چارې افغان ځواکونو ته ورترغاړه وي.

دکونړ دولايتي شورا مشر ميا حسن عادل وايي په دې خوشحاله دي چې دخپل هېواد دساتنې چارې ورسپارل کيږي، دې وايي دولسي مرستي پر مټ افغان ځواکونه اوس دټول کونړ دساتنې وس لري.

"پر شمالي وزيرستان دبې پيلوټه الوتکو له پر لپسې بريدونو وروسته اورپکې ډلې دکونړ پر لوردي چې بايد دمخنيوي تابيا ېې وشي"

سید فضل الله وحیدي

خودعام ولس نظرونه بيا په دې اړه سره ويشلي دي، ځينې وايي دامنيت سپارل اوله سيمو نه دبهرنيو ځواکونو وتل دجګړې پلمه راکمولى شي ،خو ځينې نور بيا پرافغان ځواکونو ډېر ډاډه نه دي.

بل لور ته دکونړ والي سيد فضل الله وحيدي خلکو او امنيتي ځواکونو ته پخپله وينا کې له ځينو داسې خبرو پرده پورته کړه چې پخوا ېې نه وې کړې، ښاغلي وحيدي وويل، چې پر شمالي وزيرستان دبې پيلوټه الوتکو له پر لپسې بريدونو وروسته اورپکې ډلې دکونړ پر لوردي چې د ده په وينا بايد دمخنيوي تابيا ېې وشي، نوموړي په دې لړ کې د ځينو بيلګو یادونه هم وکړه.

دامنيت سپارلو دغه مراسم تر ډېره دپاکستان له لوري د بريدونو تر اغيز لاندې ښکارېدل او ډيرو وينا والو نړيوال ځواکونه په دې برخه کې پوښتل چې ولى چوپه خوله دي.

دکورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال ستر پاسوال عبدالرحمان رحمان دپاکستان له لوري دروانو بريدونو پر وړاندې دريدل دهر افغان دنده وبلله او وې ويل له هغو سيمو نه چې بهرني ځواکونه وځي پر ځاى به ېې افغان ځواکونه راځي.

په پام کې ده چې په راتلونکي کې به د ۵ نورو ولسواليو امنيتي مسوليت افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

دکونړ دځينو سيمو امنيتې پيټى داسې مهال افغان ځواکونو ته ور تر غاړه کيږي چې په کورني اړو دوړ سربېره کونړپه مخامخ ډول له ډېرې مودې راهيسې تر بهرنى بريد لاندې دى.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .