ناټو له افغانستانه د ژر وتلو ګنګوسي رد کړل

د خپريدو وخت: 06:01 گرینویچ - پنجشنبه 11 اکتوبر 2012 - 20 تله 1391

خبره یوازې د وتلو نه ده، بلکې د اوږدې پاتې کېدنې هم ده. راسموسن

د ناټوغړو هېوادونو د برسلز په غونډه کې ډېرمسایل وڅېړل، خو افغانستان يې بیا هم د اجنډا مهمه برخه وه. دا غونډه چې اوس پای ته رسېدلې، په غړوهېوادونو کې د مالي کړکیچ له پراخېدواو د افغان ملګرو له خواپر بهرنیو عسکرو د ډېرو شویو بریدونو په کړکېچنه فضا کې تر سره شوه.

د امریکا د دفاع وزیرد ناټو غړی هېوادونه هڅولي، چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د ناټو روزنیز ماموریت ته اوږه ورکړي. په برسلز کې د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې په وروستۍ ورځ لیون پنیټا غونډې ته وویل، چې افغان امنیتي ځواکونو ته به د امنیتي مسوولیتونولېږد همداسې روان وي.

په همدې ترڅ کې د ناټو سرمنشي اندرس فوراسموسن وویل، چې له افغانستان څخه به د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې د ناټو د جګړیزو ځواکونو د وتلو څومره والی په حالاتو پورې اړه ولري.

د امریکا د دفاع د وزیر لیون پنیټا په خبره په افغانستان کې به بهرني ځواکونه یوازې له یو څو اډو نه په عملیاتو بوخت پاتې شي.

د امریکا د دفاع د وزیر لیون پنیټا په خبره په افغانستان کې به بهرني ځواکونه یوازې له یو څو اډو نه په عملیاتو بوخت پاتې شي.

د دې غونډې ګډونوالو له افغانستانه د ژروتلو ګنګوسې رد کړې. له غونډې نه د وزیرانو راوتلی پیغام داو، چې افغانستان ته په ګډه ورغلي او په ګډه به ترې وځي. دناټو سر منشي د دې پوښتنې په ځواب کې چې د ۲۰۱۴ کال په پای که به څومره بهرني عسکر په افغانستان کې پاتې وي سرمنشي وویل، چې دغه شمېر لا نه دی ټاکل شوی، خو د ده په خبره هرڅه به په حالاتو پورې اړه ولري.

هغه وویل، چې له خپلو قوماندانانو سره به سلا مشورې کوي او د هغو پر بنسټ به سیاسي پرېکړه کیږي. خو ښاغلي راسموسن وویل، چې وتل به بشپړ وتل نه وي او که څه هم چې جنګي چارې به په خپله افغانان بر مخ بیايي، خو ناټو به د روزنې، مشورې او همکارۍ یو نوی ماموریت پیلوي، چې د هغه په وینا افغانستان ترهګرو بریدونو ته یوازې پاتې نه شي.

د راسموسن په خبره" زموږ تګلاره کار ورکوي او زموږ زماني چوکاټ بدلون نه دی کړی، ټول اییتلافیان او د ایساف همکاران دې ته ژمن دي. موږ ژمن یو، چې دغه ماموریت د ۲۰۱۴ تر پایه بشپړتابه ته ورسوو. موږ دغه راز د ۲۰۱۵ له پیل نه د یوه نوي ماموریت پیل ته ژمن یو، چې افغان ځواکونو ته د روزنې، مشورې اومرستې لپاره دی. نن د ناټو غړو هېوادونو او ملګرو وزیرانو د دغه نوي ماموریت د پیلولو لپاره لومړنۍ نېټې وټاکلې. زما تمه داده، چې د دې پلان بشپړ جزیات د بل کال په لومړیو کې وټاکل شي. دا نوی ماموریت به جنګي نه وي. د روزنې مشورې او مرستې لپاره به وي. "

د راسموسن په ټکو خبره یوازې د وتلو نه ده، بلکې د اوږدې پاتې کېدنې هم ده. د غونډې ډېر پام د ۲۰۱۴ له پای ته رسېدو وروسته په پاتې دوو کلونو ټول و. په دې موده کې به ډېر بدلون د امریکايي وزیر پنیټا په خبره د بهرنیو عملیاتو کېدل وي، چې د ۲۰۱۳ کال په منځ کې به له څو اډو ترسره کیږي، پاتې چاره به ټوله یوازې د افغانانو پر غاړه وي.

"نن د ناټو غړو هېوادونو او ملګرو وزیرانو د دغه نوي ماموریت د پیلولو لپاره لومړنۍ نېټې وټاکلې. زما تمه داده، چې د دې پلان بشپړ جزیات د بل کال په لومړیو کې وټاکل شي. دا نوی ماموریت به جنګي نه وي. د روزنې مشورې او مرستې لپاره به وي."

اندرس فو راسموسن

خو دا هرڅه به بیا هم په مشوره کیږي، لکه هسې چې سرمنشي راسموسن ټینګار درلود." موږ د خپلو پوځي قومندانانو سپارښتنو ته سترګې پر لار یو. اټکل مې دادی، چې دغه سپارښتنې به د دې کال تر پایه چمتو شي او د همدې سپارښتنو پر بنسټ به سیاسي پرېکړه کیږي."

په دې غونډه کې ټولو وزیرانو ومنله، چې افغانانو ته به د امنیتي مسوولیتونو د سپارلو د منطقي نتیجې په توګه زموږ عسکررا اېستل کیږي او په نتیجه کې به موږ د دې وس ولرو، چې د خپلو عسکرو ونډې یا رول ته بدلون ورکړو.

د بي بي سي دې پوښتنې ته په ځواب کې، چې ایا رښتیا به د ۲۰۱۴ کال په پای کې ۲۰ زره بهرني عسکر په افغانستان کې پاتې وي، د سرمنشي ځواب تر څه حده له پېغور سره ملګري و، ده وویل" که غواړم چې درته ووایم، چې زموږ وتل به بېړنی خبر نه وي، چې تاسي يې رپوټ کړﺉ، موږ به وځو، خو دا وتل به په بیړه وتل نه وي، دا به په هغه چوکاټ کې دننه تر سره کیږي، چې موږ ټولو پرې موافقه کړې ده."

ناټو پر خپلو عسکرو د هغو د افغان ملګرو بریدونه د اندېښنې بللي دي، خو دغه کار یې سنجول شوې هڅه بللې، چې د افغان امنیتي ځواکونو د وړتیا د مخنیوي لپاره کیږي.

سر منشي ټینګار درلود چې دغه ډول بریدونه به یې پر ماموریت ناوړه اغېزونه کړي. د ده په خبره د افغان ځواکونه روزونه به بې له ځنډه دوام وکړي. هغه خبر ورکړ، چې ډېر ژر به د افغانستان د خپلو پوځیانو شمېر ۳۵۲ زره تنو ته ورسیږي، چې دوی ورته مخکې ټاکلی و.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .