د شپې مهاله عملیاتو ضد لاریون وشو

د خپريدو وخت: 13:17 گرینویچ - جمعه 12 اکتوبر 2012 - 21 تله 1391

پکتیکا د هېواد هغه برخه ده چې د ټولنیزو ستونزو ترڅنګ امنیتي ستونزې هم ډېرې لري

پکتیکا وال وايی چې د شپې له خوا د عملیاتو پرمهال یې بهرني ځواکونه له اصولو خلاف کورونه ته ورځي او له دې کار سره په عذاب دي.

دوی وايي چې څه موده وړاندې د پکتیکا ولایت مرکز شرنې امنیت له بهرنیو ځواکونو څخه په رسمي ډول افغان ځواکونو ته وسپارل شو او په خبره یې نور باید بهرني ځواکونه عملیات ونه کړي.

د دې ولایت یو شمېر اوسېدونکو په مرکز شرنه کې د دا ډول عملیاتو پرضد سوله ییز لاریون هم وکړ.

په لاریون کې نږدې ۸۰۰ کسانو ګډون کړی وو او دلاریون پرمهال دشرنې ښار په بشپړ ډول تړل شوی و.

لاریون کوونکو د ناټو او په ځانګړي ډول دامریکايي ځواکونو پر خلاف شعارونه ورکول او له دولت نه یې غوښتنه کوله چې د بهرنیو ځواکونو د شپنیوعملیاتو مخه دې ونیسي.

د پکتیکا ولایت یو شمېر اوسېدونکو په مرکز شرنه کې د شپې مهاله عملیاتو پرضد سوله ییز لاریون هم وکړ.

د پکتیکا مرکز شرنې د قومونو شورا مشر حاجي معصوم خیروي وویل" افغاني ځواکونو ته د واک د لېږد مقصد دا و، چې واک افغان ځواکونو ته وسپارل شي او نوره دا اړتیا پیدا نه شي چې بهرني ځواکونه دې د چا کور ته د عملیاتو لپاره ورشي خو له بده مرغه تراوسه هم دغه کار کیږي او په کولو سره یې اصول ترپښو لاندې کیږي."

حاجي معصوم زیاته کړه، چې که افغان ځواکونه د پکتیکا په مرکزشرنه کې د عملیاتو کولو وړتیا نه درلوده نو اړتیا څه وه چې واک یې لیږدولو، د ده په خبره دوی باوري دي چې افغان ځواکونه دا وړتیا لري او دا کار د شپې څه چې افغان دولتي ځواکونه د ورځې هم کولی شي.

د ده په خبره په شپې مهاله عملیاتو کې اکثر نیول شوي هغه کسان وي چې دشرنې په ښار کې دوکانونه لري او دکاروبار لپاره هره ورځ همدې بازار ته راځي نو اړتیا څه ده چې بهرني ځواکونه د شپې عملیات کوي، هغه کس چې په کور کې د بهرنیانو له خوا په کور کې نیول کیږي نو ولې په اسانۍ سره په دوکان کې ونه نیول شي.

"که افغان ځواکونه د پکتیکا په مرکزشرنه کې د عملیاتو کولو وړتیا نه درلوده نو اړتیا څه وه چې واک یې لیږدولو."

حاجي معصوم خیروي

دیادې شورا مرستیال معلم لطیف وايي چې، افغان ځواکونو ته د واک د لېږد سره پکتیکاوالو ته لوړې هیلې پیدا شوې وې او دا کار یې د هیواد د خودکفایي او خپلواکۍ په لورې یو ګام باله خو په خبره یې له بده مرغه داسې ونه شوه او شپې مهاله عملیاتو د پکتیکاوالو پر روحیاتو ډېر ناوړه اغېز وکړ.

دلاریون په پای کې دسیمې یوه مخور قومي مشر عبدالصمد شهید پلار د لاریونوالوپرېکړه ولوسته او د ګډونوالو له لورې تایید شوه او د تعقیب ژمنه یې وشوه.

په پرېکړه لیک کې له بهرنیو ځواکونو غوښتل شوي وو چې اصول د رعایت کړي او له افغان حکومت او ولس سره پر کړیو ژمنو دې وفا وکړي.

پریکړه لیک له کابل څخه غوښتل شوي و ، چې د پکتیکا وروسته پاتې او له ستونزو ډک ولایت ته دې وړ چارواکي راولیږي که نه ستونزې نورې هم پراخیدلی شي.

د پکتیکا ځايي چارواکو ویلي چې له ستونزې خبر دي او له بهرنیو ځواکونو سره په اړیکه کې دي او هیله مند دي چې دا ستونزه ژر هواره او بیا به نه تکراریږي.

پکتیکا د هېواد هغه برخه ده چې د ټولنیزو ستونزو ترڅنګ امنیتي ستونزې هم ډېرې لري، کتونکي په دې باور دي چې دې ستونزې ته باید په دې حساسو شېبو کې د پخوا په پرتله پام زیات شي که نه یو وار چې اوبه له ورخه تېرې شي نو کنټرول به یې اسان نه وي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .