افغانستان:برتانوي پوځیان دقتل په شک نیول شوي

د خپريدو وخت: 06:22 گرینویچ - جمعه 12 اکتوبر 2012 - 21 تله 1391

دا لومړی ځل دی، چې برتانوي پوځیان د جګړې په بهیر کې په دغسې تور نیول کیږي

برتانوي چارواکو په افغانستان کې خپل اووه تنه عسکر د یوې وژنې په شک نیولي دي. په یوه وینا کې راغلي، چې دغه نیونې دیوې پروسږنۍ پېښې په تړاو شوې دي.

په لندن کې د دفاغ وزارت یوه ویندوی وویل پروسږ کال په هلمند کې دغه پېښه له یوه یاغي سره له نښتې وروسته رامنځ ته شوه، چې هیڅ ملکي کسان په کې ښکېل نه وو. ویندوی نور جزیات ورنه کړل.

د بي بي سي د دفاعي چارو خبریاله کېرولین وایټ وايي، چې دا لومړی ځل دی، چې برتانوي پوځیان د جګړې په بهیر کې په دغسې تور نیول کیږي.

د دفاع وزارت یوه ویاند وویل دا نیونې د دفاع وزارت او وسله والو ځواکونو دا هوډ څرګندوي، چې برتانوي پوځیان له خپلو مقرراتو او زموږ له معیارونو سره سم باید چلند وکړي. ویندوی زیاته کړه په دې لړ کې نور تحقیقات هم وشي او د پوځي عدل سسټم به يې وڅېړي او په اړه به يې پرېکړه وکړي.

د دفاع وزات د چارواکو په وینا د پلټنو تر پای ته رسېدو مخکې به په دې اړه نور جزیات خپاره نه شي. د نیول شویو سمندري پوځیانو نومونه نه دي څرګند شوي او نه هم د هغې پېښې په اړه نور څه ویل شوي دي، چې دوی يې په تړاو نیول شوي دي.

"د دفاع وزارت او وسله والو ځواکونو دا هوډ څرګندوي، چې برتانوي پوځیان له خپلو مقرراتو او زموږ له معیارونو سره سم باید چلند وکړي."

د برتانیا د دفاع وزارت ویاند

پروسږ کال یو برتانوي عسکر پر برچې د یوه لس کلن افغان هلک د وهلو په جرم بندي شوی و. دا پېښه د ۲۰۱۰ کال د مارچ په میاشت کې شوې وه. چې هلک په کې ژوندی پاتې شوی و.

یو بل برتانوی عسکر چې په هلمند کې یې یو سړي پوځي اډې ته نژدې د کېندنې پرمهال وژلی و تر پوښتنو ګروېږنو لاندې و، خو د سږ کال په پسرلي کې څارنوالانو پرېکړه وکړه، چې په کوم جرم یې تورن نه کړي. دغه پوځي ګومان کړی و، چې وژل شوي سړي ماین خښاوه.

برتانیا په افغانستان کې شاوخوا ۹۵۰۰ پوځیان لري، چې ټاکل شوې، د ۲۰۱۴ تر پایه پورې ترې ووځي. له ۲۰۰۱ کال راهیسې د ‌طالبانو په ضد جګړه کې له ۴۳۰ ډېر برتانوي پوځیان وژل شوي دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .