چاودنو اته افغان سرتېري ووژل

د خپريدو وخت: 10:22 گرینویچ - شنبه‬ 13 اکتوبر 2012 - 22 تله 1391

د زابل د والي ویاند شریف الله ناصري وایيی چې دغه چاودنې د ریموټ کنترول په مټ مرکز کلات کې رامنځ ته شوې دي.

د کندهار سیمه ییز چارواکي وایي په معروف ولسوالۍ کې یوه ځانوژونکي برید د ملي امنیت درې کارکوونکي وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.

ددغه ولایت د پولیسو مشر جنرال رازق وایي چې پېښه نن غرمه مهال د معروف ولسوالۍ د ملي امنیت د ودانۍ مخې ته رامنځ ته شوه.

د ښاغلي رازق په خبره، ځانوژونکی پلی روان و او په ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي یې د ودانۍ په لومړۍ دروازه کې وچوول.

معروف د کندهار له سرحدي ولسوالیو ده چې له پاکستان سره خورا اوږده پوله لري .

د برید په اړه کومې وسله والې ډلې څه نه دي ویلي.

زابل

بل خوا، د زابل سیمه ییز چارواکي وایي چې نن له غرمې مخکې دوو چاودونو کې لږ ترلږه دوه پولیس وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.

د زابل د والي ویاند شریف الله ناصري وایيی چې دغه چاودنې د ریموټ کنترول په مټ مرکز کلات کې رامنځ ته شوې دي.

د ناصري په خبره، لومړۍ چاودنې زیان نه درلود، خو په دویمه چاودنه کې دوه پولیس وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

خو ددغه ولایت د امنیت امر بیا یوازې د درو پولیسو د ټپې کېدو خبره کوي.

تر دې دمه وسله والو طالبانو ددغو چاودنو په اړه څه نه دي ویلي.

لغمان

بل خوا، د ملي پوځ درې سرتېري، د ختيځ ولايت لغمان په الينګار سيمه کې د ماين په يوه کې وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د افغانستان په ختيځ کې د ٢٠١ سيلاب قول اردو وياند ډګروال نعمان هاتفي وايي د ملي پوځ وژل شوي او ټپي شوي سرتېري د لویې لارې په اوږدو کې د ماينونو په لټولو او پاکولو بوخت وو چې د سرک غاړې ماين پرې وچاودېد.

وسله والو طالبانو دخپلو افرادو دوژل کېدو خبر نه دى ورکړى خو په لنډ تيلې فوني پېغام کې يې رسنيو ته ويلي دي چې په چاودنه کې يې څلور عسکر وژلي، او څلور نور يې ټپيان کړي دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .