د ولسي افغانانو په وژنې تورن امریکایی محاکمه کېږي

د خپريدو وخت: 05:16 گرینویچ - شنبه‬ 13 اکتوبر 2012 - 22 تله 1391
 رابرټ بېلز

رابرټ بیلز اوس په کنساس کې د امریکا په يوه پوځي زندان کې ساتل کېږي.

هغه امريکايي عسکر چې د افغانستان کندهار ولایت پنجوايي ولسوالۍ کې د شپاړسو ولسي وگړو په وژلو تورن دى، راتلونکې مياشت يوې محکمې ته ودرول شي.

لومړي بريدمن رابرت بيلز د مارچ په مياشت د کندهار پنجوايي ولسوالۍ کې د نهو ماشومانو په گډون شپاړس کليوال ووژل او نهه تنه نور يې ژوبل کړل.

په پام کې ده چې امريکايي لومړى بريدمن رابرټ بيلز د واشنگټن په يوه پوځي اډه کې محکمې ته ودرول شي او د اړوندې دوسيې څېړنه به يې دوه اوونۍ وغځېږي.

بريدمن بيلز د مارچ په مياشت کې د کندهار د پنجوايي په ولسوالۍ کې له خپلې پوځي چوڼۍ وتلی و او د الکوزو په کلي کې څو کورونو ته ننوتى و او شپاړس ولسي کسان يې وژلي وو.

په وژل شويو کې نهه يې ماشومان او پاتې يې مېرمنې او سړي وو.

پېښه کې دارنگه نهه تنه نور ژوبل شوي هم وو.

اټکل کېږي چې شاوخوا لس تنه کليوال د کندهار له هوايي اډې نه د وېډيو له لارې د محکمې له بهير سره ونښلول شي او پر بريدمن بيلز شاهدي ورکړي.

د هغه مدافع وکيل جان هينري بروان پلان لري چې کندهار ته ولاړ شي او د پېښې له عيني شاهدانو سره خبري وکړي.

دغې پېښې د ولسي افغانانو او افغان مشرانو سخته غوصه راوپارولې وه.

''قصدي کړنه''

افغان ولسمشر حامد کرزي د دغه امریکايي پوځي دا کړنه "قصدي" او "نه هېرېدونکی" عمل بللى و.

د افغانستان ولسي جرګې هم په دې اړه کلک غبرگون وښوده او د ننه په افغانستان کې يې د تورن امريکايي پوځي د محاکمې غوښتنه وکړه.

"د لومړي بریدمن رابرټ بېلز په اړه ویل شوي چې ۳۸ کاله عمر لري او له افغانستان نه یې مخکې څو ځلې په عراق کې دنده ترسره کړې ده."

خو تورن پوځي له پېښې څو ورځې وروسته له افغانستان څخه وایستل شو.

د امريکا ولسمشر اوباما د افغانانو د قهر او غوصې د کېنولو په موخه په دې اړه د يوه مناسب گام د اوچتولو ژمنه کړې وه

بريدمن بيلز د وژنې، د وژنې د هڅو او تېريو له ۲۹ تورونو سره مخامخ دى او که چېرې پړ وخېژي، نو د مرگ له سزا سره به مخامخ شي.

د لومړي بریدمن رابرټ بېلز په اړه ویل شوي چې ۳۸ کاله عمر لري او له افغانستان نه یې مخکې څو ځلې په عراق کې دنده ترسره کړې ده.

رابرټ بیلز اوس په کنساس کې د امریکا په يوه پوځي زندان کې ساتل کېږي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .