افغان سوداګر تر واګې بندر موټر بېولی شي

د خپريدو وخت: 17:54 گرینویچ - 14 اکتوبر 2012 - 23 تله 1391

واګه د هند او پاکستان تر منځ پوله ده.

پاکستان له دې وروسته افغان سوداګرو ته اجازه ورکوي چې صادراتي توکي د افغانستان په موټرو کې هندوستان ته د لېږد لپاره د واګه تر بندره ورسوي.

د افغانستان د سوداګرۍ وزیر وايي دغه پرېکړه په اسلام آباد کې د افغانستان او پاکستان د ګډ سوداګریز کمیسیون په وروستۍ غونډه کې شوې ده.

د دواړو هېوادونو د موافقې پر اساس به له دې وروسته د افغان سوداګرو بار وړونکي موټر په کراچۍ کې د واګه تر بندره د تګ اجازه ولري.

له دې وړاندې د افغان سوداګرو موټرو ته تر پېښوره د تګ اجازه ورکول کېده او مالونه به په نورو موټرو کې تر واګه بندر پورې لېږدول کېدل.

پاکستان د افغانستان د صادراتي توکو لپاره غوره بازار بلل کیږي خو دغه هېواد له افغانستان په واردېدونکيو توکیو یو لړ محدودیتونه لګولي دي.

افغان سوداګرو له دې وړاندې حق نه درلود چې په خپلو موټرو کې سوداګریز توکي له خیبر پښتونخوا ایالته د پاکستان نورو ایالتونو ته ولېږدوي.

خو د افغانستان د سوداګرۍ وزیر انوار الحق احدي وايي دا محدودیت اوس لرې شوی او افغان سوداګر کولی شي خپل صادراتي توکي د واګه تر بندره د افغانستان په موټرو کې ورسوي:

"له دې وروسته به د افغان سوداګرو موټر، وچې او تازه میوې د هندوستان تر واګه بندر پورې ورسوي. له دې وړاندې زموږ لارۍ تر پېښور تللاې شوای. له څو کلونو راهیسې دا زموږ غوښتنه وه چې په پایله کې هغوی ومنله".

"له دې وروسته به د افغان سوداګرو موټر، وچې او تازه میوې د هندوستان تر واګه بندر پورې ورسوي. له څو کلونو راهیسې دا زموږ غوښتنه وه چې په پایله کې هغوی ومنله."

د افغانستان د سوداګرۍ وزیر انوار الحق احدي

که څه هم دغه وروستۍ پرېکړه د افغان سوداګرو د ستونزو د هواري په برخه کې ستر ګام بلل کېدا شی، خو لا هم ډېرې ستونزې او محدودیتونه د افغان سوداګرو په وړاندې پراته دي.

افغان سوداګر لا هم نه شي کولی، د واګه بندر له لارې صادراتي توکي په خپلو موټر کې تر هندوستان ورسوي. خو ښاغلی احدي هیله ښيي چې دا محدودویت به هم لرې شي.

د افغانستان د سوداګرۍ وزیر په وینا په اوږد مهال کې، افغانستان هڅه کوي چې سوداګر وکولی شي خپل صادراتي توکي په خپلو موټرو کې د واګه بندر له لارې هند ته ورسوي.

شاوخوا دوه کاله وړاندې د افغانستان او پاکستان تر منځ سوداګریزه موافقتنامه لاسلیک شوې خو افغان چارواکي وايي د دغې موافقتنامې زیاتې برخې د پاکستان له خوا نه دي عملي شوي.

د دغې موافقتنامې له مخې افغان سوداګرو ته اجازه ورکول کیږي چې صادارتي توکي د پاکستان مهمو سوداګریزو بندرونو ته د افغانستان په موټرو کې ورسوي، او افغانستان به د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د پاکستان د صادراتي توکو د لېږد لپاره اسانتیاوې رامنځ ته کوي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .