افغانستان کې د بې کارۍ ډېرېدا وړاندوېینه وشوه

د خپريدو وخت: 12:32 گرینویچ - دوشنبه 15 اکتوبر 2012 - 24 تله 1391

د دغې اتحادیې چارواکي په ځانګړي ډول د هغو افغانانو د راتلونکي امنیت او بې روزګارۍ په اړه خپله اندېښنې څرګندوي، چې اوسمهال له بهرنیو ځواکونو سره کار کوي او یا هم د بیا رغونې په پروژو کې په کار بوخت دي.

د افغانستان د کارګرو اتحادیه وايي، که دولت خلکو ته د روزګار د پیدا کولو لپاره مخکې له مخکې ګامونه پورته نه کړي، په دغه هېواد کې به تر ۲۰۱۴ کاله وروسته بې روزګاري ډېره زیاته شي.

په افغانستان کې بې روزګاري داسې یوه ستونزه ده، چې له تېرو لسو کلونو راهیسې افغان دولت ورسره لاس و ګرېوان دی، خو له ۲۰۱۴ کاله وروسته په دغه هېواد کې د بې روزګارۍ لا ډېرېدل هغه اندېښنه ده، چې له اوسه د دغه هېواد وګړي ورسره مخ دي.

د افغانستان د کارګرو ملي اتحادیه وايي، که دولت مخکې له مخکې د بې روزګارۍ د مخنیوي لپاره کار و نه کړي، تر ۲۰۱۴ کاله وروسته به په هېواد کې بې روزګاري لا زیاته شي.

د دغې اتحادیې مشر معروف قادري وايي، دغه کړکېچ به هغه خلک ډېر اغېزمن کړي، چې کاروبار یې له بهرنیو له بهرنیو ځواکونو سره تړلی وي:

''تر ۲۰۱۴ کاله وروسته نړیوال ځواکونه له افغانستانه وځي او خپلو هېوادونو ته ستنېږي. په زرګونو کارګر له نړیوالو ځواکونو سره کار کوي. نو هغه مهال به دوی هم د بې روزګارو وګړو په ډله کې ورګډ شي. موږ دې ته اندېښمن یو.''

خو دغه اندېښنې د هغو کسانو په اړه هم شته دي، چې د بیارغونې په پروژو، بهرنیو ادارو او نړیوالو بنسټونو کې په کار لګیا دي. د کارګرو ملي اتحادیه وايي، له دې امله به له ګاونډيو هېوادونو راستانه شوي وګړي او او د لوړو زده کړو لرونکي ځوانان هم اغېزمن شي.

په ښارونو کې پر هره ورځ په سلګونو داسې ځوانان تر سترګو کېږي، چې د کار د پیدا کېدو په تمه په واټونو کې ولاړ وي. همدارنګه په ورځني ډول سلګونه ځوانان دولتي او نادولتي ادارو ته د کار موندنې په هیله ورځي.

"د شمېرو له مخې افغانستان اوسمهال شاوخوا ۱۶ میلونه کاري ځواک لري، چې له دغې ډلې یوازې درې میلونه وګړي روزګار لري."

ښاغلی قادري وايي، چې د دغې ستونزې د اواري په موخه یې دولت او نړیوالې ټولنې ته ټولیزې او ځانګړې طرحې وړاندې کړې دي.

د ده په وینا په دغو طرحو کې پر بېخبنايي پروژو تمرکز کول، د کانونو په برخه کې پانګونه او د کارخونو جوړول شامل دي:

''زموږ دښتې او للمې باید خړوبې شي، بندونه جوړ شي، د کانونو د راوېستلو په برخه کې تړونونه وشي، د کرنې په برخه کې پرمختیايی کارونه وشي او په راڼه ډول، هغه خنډونه چې په دې لاره کې دي، هغه له منځه یوړل شي. همدارنګه موږ په نفتو، ګازو او نورو برخو کې د روزګار د پیدا کولو ډېرې شونتیاوې لرو، چې دې ته باید پاملرنه وشي. له دې لارې زموږ د راتلونکي په اړه اندېښنې له منځه تلای شي.''

د شمېرو له مخې افغانستان اوسمهال شاوخوا ۱۶ میلونه کاري ځواک لري، چې له دغې ډلې یوازې درې میلونه وګړي روزګار لري.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .