کرزی د ایکو سرمشریزې لپاره اذربایجان ته ولاړ

د خپريدو وخت: 10:36 گرینویچ - دوشنبه 15 اکتوبر 2012 - 24 تله 1391

کرزی له اذربایجان وروسته د اسیا د همکارۍ کنفرانس کې د ګډون لپاره کویت ته ځي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر حامد کرزی د ایکو سازمان په سرمشریزه کې د ګډون لپاره اذربایجان ته وخوځېد.

سرچینه وايي چې له ښاغلي کرزي سره باکو ته په دې سفر کې ځینې جګپوړي افغان چارواکي هم مل دي.

له ارګه خپره شوې ویناپاڼه وايي، چې ښاغلی کرزی به د ایکو سازمان په ۱۲مه سرمشریزه کې وینا هم وکړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي حامد کرزی به د ایکو سازمان تر سرمشریزې وروسته پر سې شنبې (اکتوبر ۱۶) په کویت کې د "اسیا کې د همکارۍ لپاره خبرې" کنفرانس کې ګډون وکړي.

"د ايکو ټولنې بنسټ اېښودونکي ترکيه ، ايران او پاکستان و خو د پخواني شوروي اتحاد له نړيدو وروسته د منځنۍ اسيا هيوادونه او د ډاکټر نجيب د حکومت تر نسکوريدو وروسته افغانستان هم د دغې ټولنې غړى شو ."

په دې سفر کې له ښاغلي کرزي سره د بهرنیو چارو وزیر، د ملي امنیت سلاکار، د سوداګۍ او صنایعو او اقتصاد وزیران او د ولسمشرۍ ځینې جګپوړي مامورین ملګري دي.

د اقتصادي همکاريو د سازمان (ایکو) د ۲۰۱۰ کال د ۱۱مې غونډې کوربنه ترکیه وه.

دغه سازمان په خپله وروستۍ سرمشريزه کې چې په ترکيه کې جوړه شوه وويل چې د ايکو سيمه د انرژي او کاني زېرمو پرېمانه طبعي سرچينې لري او دا دې سازمان ته فرصت ورکوي چې له خپل جغرافيايي موقعیت نه په ګټې اخيستو د نړيوال اقتصاد په وده کې مهم رول ولوبوي.

د ايکو سازمان کابو ۲۵ کاله وړاندې جوړ شوی او هدف يې د اقتصادي همکاريو پياوړتيا ده.

د ايکو ټولنې بنسټ اېښودونکي ترکيه ، ايران او پاکستان و خو د پخواني شوروي اتحاد له نړيدو وروسته د منځنۍ اسيا هيوادونه او د ډاکټر نجيب د حکومت تر نسکوريدو وروسته افغانستان هم د دغې ټولنې غړى شو .

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .