ناټو مني چې افغان پوځ به ستونزې ولري

د خپريدو وخت: 14:13 گرینویچ - دوشنبه 15 اکتوبر 2012 - 24 تله 1391

د ناټو دغه پوځي وياند دا هم ومنل چې افغان ځواکونه اوس هم يو شمېر ستونزې لري.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو پوځي وياند ګورټن ګېټس هغه اندېښنې تر يوۀ ځايه سمې وبللې چې ښايي تر ٢٠١٤ کال وروسته افغان ځواکونه ستونزې ولري.

په کابل کې د خبرې غونډې په ترڅ کې د يوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي گېټس وويل د روسيې هغه اندېښنه چې ښايي د ناټو له وتلو وروسته افغان ځواکونه ونه توانېږي امنيت وساتي، يو څه سمې دي.

دغۀ پوځي وياند وويل د افغانستان په يو شمېر سيمو کې ښايي ستونزې پيدا شي، خو د دۀ په وينا ناټو او نړيواله ټولنه ژمنه ده چې له ٢٠١٤ کال وروسته هم له افغان ځواکونو سره د سمبالښت او روزنې په برخه کې مرسته وکړي.

ښاغلي گېټس وويل اوس هم په افغانستان کې په ۱۰۰ کې تر ٨٠ ګډ عمليات د افغان ځواکونو په مشرۍ ترسره کېږي چې ټول يې د دۀ په وينا بريالي دي.

د ناټو دغه پوځي وياند دا هم ومنل چې افغان ځواکونه اوس هم يو شمېر ستونزې لري.

خو زياته يې کړه چې لا وخت شته او نړيوال هڅه کوي چې د خپلو سرتېرو تر ايستلو وړاندې د افغان ځواکونو ډېرې ستونزې هوارې کړي.

په دغه خبري ناسته کې د ناټو ځواکونو ملکي وياند ښاغلي ميډلي وويل، په ۲۰۱۵ کال کې د دوی نوی ماموريت چې د افغان ځواکونو په روزنې، مشورو او نورو همکاريو پورې تړاو لري د ناټو د اوسني جګړه ييز ماموريت ځای نيسي.

دۀ د خلپې خبرې د لا سپيناوي لپاره وويل، د ناټو نوى ملکي استازى موريټس يوکيمس د تېرې جمعې په ورځ کابل ته رسېدلى او خپله دنده يې پيل کړې ده.

د ناټو دغه نوى استازى د هالنډ اوسېدونکى دى چې له ٢٠٠٥ کال څخه تر ٢٠١٠ کاله پورې په کابل کې د ناټو د ځانګړي استازي د مرستيال په توګه په دنده بوخت وو.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .