ایساف افغان ځواکونه تر اټکل ډېر پیاوړي بولي

د خپريدو وخت: 12:45 گرینویچ - سه شنبه 16 اکتوبر 2012 - 25 تله 1391
سرتېري

د آيساف ځواکونو د انتقال د بهير مشر ريچارډ کرپوېل وايي اوس د افغانستان د درې برخې خاورې امنيتي چارې د افغان امنيتي ځواکونو په لاس کې دي.

په داسې حال کې چې لا هم د دريم پړاو د ځينو ولايتونو امنيتي مسووليتونه افغان لوري ته نه دي سپارل شوي په افغانستان کې مېشت ايساف ځواکونه وايي د هېواد د ۷۵ سلنې خاورې امنیتي مسووليتونه اوس د افغانانو په لاس کې دي.

نورستان، پکتيا، زابل، خوست او فراه د دريم پړاو هغه ولايتونه دي چې لا يې هم امنيتي مسووليتونه رسمآ افغان ځواکونو ته نه دي لېږدول شوي.

آيساف ټينګار کوي د هغو سيمو امنيت چې چارې يې افغان ځواکونو ته سپارل شوي، د پخوا په توپير له ۱۰ تر ۱۴ سلنې ښې شوي او دا د افغان ځواکونو ځواکمنتيا ښيي.

د آيساف د امنيتي مسووليتونو د لېږد بهير مشر ريچارډ کرېپوېل افغان ځواکونه له هغه زيات امنيتي مسووليتونو اخيستو ته چمتو وبلل چې له وړاندې يې په اړه فکر کېده:

''د افغانستان ملي اردو او ملي پوليس له هغه ډېر ظرفيت او وړتيا لري چې په اړه يې فکر کېږي او کولی شي د خپل هېواد امنيت خوندي کړي. دوی هره ورځ عملآ ښيي چې په افغانستان کې د امنيت ټېنګېدو لپاره څومره وړتيا لري او څومره توان لري. دوی د امنيتي مسووليتونو اخيستو ته له هغه ډېر چمتو دي چې بايد چمتو وي.''

ښاغلي کرېپوېل وويل دمګړی افغان ځواکونه ۸۰ سلنه ګزمې پرته د بهرنيو ځواکونو له ملاتړه په يوازې سر کوي.

"د امنيتي مسووليتونو د لېږد بهير په ۲۰۱۱ کال کې پيل شوی چې درې پړاونه يې نژدې بشپړ شوي او ټاکل شوې تر څلورم پړاو وروسته پنځم او وروستی پړاو يې د ۲۰۱۳ په نيمايي کې بشپړ شي."

د آيساف ځواکونو د انتقال د بهير مشر د روسيې په ګډون د ګاونډيو هېوادو هغه اندېښنې بې ځايه وبللې چې د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته به وسله وال مخالفين بيا سر راپورته کړي.

ده وويل افغانستان به هغه مهال ۳۵۰ زره امنيتي ځواکونه ولري او موږ بشپړ باور لرو چې دغه ځواکونه د اورپکو پر وړاندې د جګړې وس لري.

ده ادعا وکړه چې تېره مياشت د شوې يوې سروې له مخې ۵۰ سلنه افغانانو امنيت ښه او ۴۰ سلنه نورو يې اوسنی وضعيت د قناعت وړ بللی دی.

خو آيساف د امنيتي مسووليتونو وروستي دوه پړاونه له يو لړ ستونزو سره مله بولي وايي دغه پړاو تر ډېره د افغانستان په سرحدي سيمو کې چې ناامنه بلل کېږي، ترسره کېږي.

د امنيتي مسووليتونو د لېږد بهير په ۲۰۱۱ کال کې پيل شوی چې درې پړاونه يې نژدې بشپړ شوي او ټاکل شوې تر څلورم پړاو وروسته پنځم او وروستی پړاو يې د ۲۰۱۳ په نيمايي کې بشپړ شي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .