ګل دسته، د ښځینه سیمه ییزې شورا لومړۍ مشره

د خپريدو وخت: 12:25 گرینویچ - سه شنبه 16 اکتوبر 2012 - 25 تله 1391
ګل دسته

اغلې احمدزۍ هم ښوونکې ده او د ګذر مشري پر غاړه لري.

په کابل کې د لومړي ځل لپاره یوه میرمنه د ګذر د وکیلې په توګه کار کوي.

دغه مېرمنه، چې ګل دسته احمدزۍ نومېږي په یوه وخت کې دوه دندې مخ ته وړي.

اغلې احمدزۍ هم ښوونکې ده او د ګذر مشري پر غاړه لري.

ګل دسته وايي، ډیر کله یې پریکړې د نرینه وو له خوا نه منل کيږي خو نوموړې بیا د ښځو په مرسته نارینه دې ته اړباسي چې پریکړې یې ومني.

دا، چې نور خپلې دندې څنګه مخ ته وړي، په اړه یې له کابله فهیم عابد راپور راکوي.

په پلازمېنه کابل کې د یو ګذر وکیله هغه لومړنۍ میرمنه ده چې داسې یوه دنده پرمخ وړي چې په افغاني ټولنه کې د نارینه وو له خوا پر مخ بوول کیږي.

د دغې میرمنې نوم ګل دسته احمدزۍ ده.

هغه د لوګر اصلي اوسېدونکې ده خو په په کابل کې را لویه شوې.

ګلدسته احمدزۍ له ۱۶ کلونو راهیسې ښوونکې هم ده او د قلعه زمان خان د ده خدای داد په ښوونځي کې درس ورکوي.

"د ګل دستې میړه یو ډاکټر دی او ...... نومیږي نومړی وايي چې میرمنې هم د نارینه وو په شان وړتیا لري او کولای شي هغه دندې پرمخ بوځي چې په افغاني ټولنه کې د نارینه و دنده بلل کیږي."

اغلې احمدزۍ وايي، له یو کال راهیسې د ګذر د مشرې په توګه کار کوي او سره له دې چې یو شمیر ډیر نارینه یې له ټاکل کیدو او کار سره مخالف دي خو د دې په وینا په خپلو چارو کې بریالۍ ده.

ګل دسته وروسته له هغې چې د کابل ښار د 16 مې ناحیې د دویم ګذر قلعه زمان خان مشره وټاکل شوه په سیمې کې یې د پام وړ ودانیزې چارې هم ترسره کړي دي.

نوموړې وايي، د دې په هڅو په سلګونوه متر مکعبه کوڅې پخې شوې، په سلګونه متره ویالې جوړ شوي او وايي دهغې سیمې کوڅې چې دا پکې اوسیږي، په بریښنا رڼا کړي دي.

اغلې احمدزۍ وايي په سیمه کې ودانیزې چارې د ملګرو ملتونو د بشر میشتیدنې ادارې یا هبیتات په مرسته ترسره کیږي.

نوموړې په خپله سیمه کې ودانیزې چارې له نږدې څاري او که د کار کیفیت سم نه وي نو کار دروي او د کارکونکي شرکت چارواکي د کار نیمګړتیا ته متوجي کوي او وروسته له هغې بیا د کار پیلیدا ته اجازه ورکوي.

ګل دسته وايي، د هبیتات مرستندویه ټولنې له خوا د هر ګذر د مشر یا مشرې د ټاکلو لپاره یوه اوږده پروسه پیل شوې وه او نوموړې په دې توانیدلې چې د دې پروسې له ټولو پړاونو بریالی تیره شي او د خلکو لخوا د ګذر د مشرې په توګه وټاکل شي.

اغلې احمدزۍ د خپلو چارو په اړه وايي تل د سیمې اوسیدونکو کورونه ته ځي او د ښځو او د سیمې د خلکو له ستونزو ځان خبروي.

د ګل دستې تر امر لاندې ځینې کسان کار کوي.

د نوموړې په وینا ځینې پریکړې یې د نارینه وو له خوا نه منل کیږي خو د هغوی د میرمنو په مرسته نارینه یې د پریکړو منلو ته اړباسي.

د سیمې یو شمېر اوسېدونکې د ګلدستې له کارونو خوښ دي او وايي وروسته له هغې چې نوموړې د ګذر د مشرې ټاکل شوې ، په سیمه کې یې یو شمیر ودانیزې پروژې هم پلي شوي دي.

د ګل دستې میړه یو ډاکټر دی او ...... نومیږي نومړی وايي چې میرمنې هم د نارینه وو په شان وړتیا لري او کولای شي هغه دندې پرمخ بوځي چې په افغاني ټولنه کې د نارینه و دنده بلل کیږي.

د افغانستان په دودیزه ټولنه کې ډیر کله د ښځو کار ته ارزښت نه ورکول کيږي او زیات شمیر خلک خپلو میرمنو او خویندو ته له کوره بهر د کار اجازه نه ورکوي. د ګذر د مشرې په توګه د یوې میرمنې کار کول بیا ډیرو خلکو ته نوې خبره ده.

خو د ګلدستې په شان میرمنې بیا دا په عمل کې ثابتوي چې میرمنې هم ارزښتناکه کارونه کولای شي او که موکه ورته مساعده شي نو ښایي په ډیرو برخو کې یې کار له نارینه وو نه ګټور پریوځي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .