برتانیا سره د ستراتیژیک تړون د عملي کېدو پر سر خبرې

د خپريدو وخت: 18:32 گرینویچ - سه شنبه 16 اکتوبر 2012 - 25 تله 1391

د افغانستان او برتانيا د ستراتيژيکې همکارۍ تړون د روان کال په جون مياشت کې په لندن کې لاسليک شو

له هغه کابو لس مياشتې وروسته چې افغان ولسمشر حامد کرزي او د برتانيا لومړي وزير ډېوېډ کېمرون د دواړو هېوادونو ترمنځ په لندن کې د همکاريو پر ستراتيژيک تړون لاسليک وکړ اوس د دغه سند د عملي کېدو پر لارو چارو بحث پيل شوی دی.

کابل او لندن د ستراتيژيک تړون د لاسليک پر مهال د يوه داسې کمېسيون پر جوړېدو هم سلا شوي وو چې دنده يې د دغه تړون له عملي کېد څارنه ده.

د دوی لومړنۍ ناسته په کابل کې وشوه چې مشري یې د برتانيا د بهرنيو چارو وزارت مشرې مرستيالې بارونس سعيده وارثي او د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين جاوېد لودين پر غاړه لرله.

دوی په خپلو کې تر خبرو وروسته په يوه خبري کنفرانس کې را څرګند شول او ښاغلي لودين د کمېسيون دغه ګډه ناسته مثبته وبلله.

برتانيا له افغانستان سره د لويو مرسته کوونکو هېوادو په کتار کې دی. افغان چارواکي د افغانستان د بيارغونې په برخه کې د برتانيا هڅې ستايي، خو هېله ښيي چې د مرستو د دوام په برخه کې خپلې ژمنې پوره کړي.

پر همدې مهال د برتانيا د بهرنيو چارو وزارت مشرې مرستيالې بارونس سعيده وارثي چې وويل برتانيا به له ۲۰۱۴ کال وروسته هم خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

"برتانيا لومړنی هېواد دی چې له تېرو څو کلونو راهيسې له ۵۰ سلنې زياتې مرستې د افغانستان د حکومت له لارې کوي"

افغان چارواکي

دې که څه هم ټينګار وکړ چې دوه کاله وروسته به هېڅ برتانوی سرتېری په افغانستان کې نه وي، خو ويې ويل چې له افغانستان سره اړېکې يې يوازې په پوځي شتون پورې محدودې نه دي.

"برتانيا به د اوږدې مودې لپاره د افغانستان په څنګ کې وي. له ۲۰۱۴ وروسته به له افغانستان سره زموږ همکاري پراخه وي. په دغو همکاريو کې له امنيت نه نيولې د سولې د بهير تر پرمختګ، ښې حکومتولی، د قانون پلي کېدل او د فرهنګي اړيکو ټينګېدل شامل دي. موږ به په ۲۰۱۲، ۲۰۱۳، ۲۰۱۴، ۲۰۱۵ او له هغه په وروسته کلونو کې/ هم په پوځي او هم د بيارغونې په برخو کې د افغانستان د لويو ملاتړو په توګه پاتې شو."

افغان چارواکي وايي برتانيا لومړنی هېواد دی چې له تېرو څو کلونو راهيسې له ۵۰ سلنې زياتې مرستې د افغانستان د حکومت له لارې کوي.

خو برتانيا سره له دې چې له افغانستان سره د مرستو د دوام په اړه ژمنې ورکوي، تمه لري چې د ولسمشر کرزي اداره هم د فساد پر وړاندې د مبارزې او ښې حکومتولۍ په برخه کې له نړېوالې ټولنې سره کړې ژمنې پوره کړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .