افغانستان "د اسيا د همکارۍ غږ" غړى شو

د خپريدو وخت: 12:55 گرینویچ - چارشنبه 17 اکتوبر 2012 - 26 تله 1391

د کويت د سرمشريزې په ترڅ کې کوربه هېواد د دې ټولنې لپاره د دوو ميلياردو امريکايي ډالرو په ارزښت صندوق جوړ کړ.

د اسيا د همکارۍ غږ ټولنې وړاندېز په ٢٠٠٢ کال کې د تايلنډ له خوا شوى و. خو د سه شنبه په ورځ (د اکتوبر ١٦) يې په کويت کې لومړنۍ سرمشريزه وشوه.

د ٣٢ هېوادونو په همدې سرمشريزه کې افغانستان هم د ټولنې غړى شو. ولسمشر کرزي د افغانستان غړيتوب مهم وبالۀ او ويې ويل چې دا به د سيمې له هېوادونو سره همکاري د دۀ په وينا لا پياوړې کړي او نورې موقعې به پيدا کړي چې له يو بل سره لا نژدې شي.

د کويت د سرمشريزې په ترڅ کې کوربه هېواد د دې ټولنې لپاره د دوو ميلياردو امريکايي ډالرو په ارزښت صندوق جوړ کړ.

هيله دا ده چې په دغو پيسو به په غړيو هېوادونو کې د پرمختگ چارې پر مخ بېول کېږي.

کويت دغه صندوق ته سملاسي ٣٠٠ ميليونه ډالره ورکړل.

د اسيا د همکارۍ غږ ټولنه غواړي چې د اسيايي هېوادونو ترمنځ اقتصادي او کلتوري همکاري لا پراخه کړي، د استوگنو ژوند يې ښه کړي، له بې وزلۍ او ترهگرۍ سره مبارزه وکړي، د طبعيي ناورينونو په کابو کولو کې مرسته وکړي، د کرهڼې، گرځندوى، ترانسپورت، تيکنالوژي او بشري سرچينو په غوړولو کې د يو بل لاس وکړي.

افغانستان په دغو ټولو برخو کې مرستو ته اړ هېواد دى.

د ټولنې پراخو اهدافو ته او د ځينو هېوادونو سياليو ته په پام ډېر په دې باور نه دي چې غړي هېواودونه به ترې بشپړه گټه واخلي خو هيله دا ده چې مالي مرستې به يې لږ تر لږه په ځينو برخو کې د دغې سيمې له بې وزلو سره لاس وکړي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .