امنستي: له سملاسي اقداماتو پرته به ژمی بیا ګڼ افغانان ووژني

د خپريدو وخت: 23:20 گرینویچ - جمعه 19 اکتوبر 2012 - 28 تله 1391

د بښنې نړیواله ټولنه امنستي انټرنشنل وايي له سملاسي اقداماتو پرته به ژمی بیا ګڼ افغانان ووژني

د بښنې نړيوالې ټولنې- امنستي انټرنشنل د سړو له لاىسه د لسگونو بېځايه شويو افغانانو د پروسږنۍ مړينې د بيا تکرار د مخنيوي لپاره د سملاسي اقداماتو غوښتنه کړې ده.

امنستي له دېرشو نورو نادولتي ټولنو سره په يوه گډه وينا کې ويلي چې په کور دننه د بېځايه شويو افغانانو شمېر اوس بېسارې کچې ته رسېدلى دى.

نړيوالې شمېرې ښيي چې د پروسږکال په نا زغمېدونکو سړو کې لسگونه وگړي، چې ډېرئ يې کوچنيان وو، د بېځايه شويو وگړو په کمپونو کې له سړو او ناروغيو مړه شول.

دغو نړيوالو ټولنو ملگرو ملتو، افغان حکومت او نړيوالو مرستندويانو ته په يوه پرانستي ليک کې غوښتنه کړې چې د سلگونو زرو بېځايه شويو د خونديتوب لپاره دې له ځنډ پرته د ژمنيو مرستو د رسولو هلې ځلې پيل شي.

د بښنې د نړيوالې ټولنې يوه مشر پولي ټرسکاټ چې همدا اوس د بېځايه شويو د حالت د څېړنې لپاره په کابل کې دى، وايي: "هغه څه چې پروسږکال پېښ شول، د مخنيوي وړ يوه غميزه وه او اوس بايد دا په کلکه را په زړه کړي چې د ژمي تر رارسېدو وړاندې د مرستو رسولو ته اړتيا ده."

د امنستي ددغه مشر په وينا افغانستان او نړيواله ټولنه بايد وپوهېږي چې د بېځايه شويو کسانو په پنډغالو کې د وگړو خونديتوب د نړيوالو قوانينو له مخې د دوى يو فرض دى.

د جگړو او کړکېچ په ډېرېدو سره د هېواد د بېځايه شويو وگړو شمېر نيم ميليون ته رسېدلى، خو د کډوالو لپاره د ملگرو ملتو اداره- يو اېن اېچ سي آر وايي دا شمېر ښايي نور هم لوړ وي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .