ترافیکي پېښه: ۹ وژل شوي ۳۶ ټپیان دي

د خپريدو وخت: 06:44 گرینویچ - جمعه 19 اکتوبر 2012 - 28 تله 1391

په ټکر شوي ګاډي کې د فوټبال ټیم له غړو سره سره د جوزجان ولایت د اولمپیک کمیټۍ رییس او مرستیال یې هم ناست وو.

تېره شپه د افغانستان په شمال کې د شبرغان مزار شریف پر لار د یوې ترافیکي پېښې په نتېجه کې لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي او ۳۶ نور ټپیان دي.

دغه پېښه هغه مهال وشوه، چې د سیمرغ البرز فوټبال ټیم غړو او د دوی د پلویانو لېږدونکی بس په چیغچي کلا سیمه کې د تیلو له ټانکر سره ټکر شو او اور یې واخېست.

د فوټبال ټیم غړي، پلویان یې او د جوزجان ولایت د اولمپیک کمیټۍ غړي په غوره لیګ فوټبال سیالیو کې د ګډون لپاره پلازمېنې کابل ته روان و، چې د سپرلۍ ګاډی یې ټکر شو.

په ټکر شوي ګاډي کې د فوټبال ټیم له غړو سره سره د جوزجان ولایت د اولمپیک کمیټۍ غړي او یو شمېر نندارچیان هم ناست وو.

د شبرغان روغتون ډاکټر فریدون حبیب بي بي سي ته وویل، چې د ولایتي اولمپیک کمېټۍ رییس او مرستیال یې هم په هغو ۶ تنو سختو ټپیانو کې شامل دي، چې روغتیايي حالت يې د ډاډ وړ نه دی.

د نوموړي په خبره د ترافیکو مسوولینو ورته ویلي، چې پېښه د ډېر سرعت له کبله رامنځ ته شوې ده.

"د ترافیکو مسوولینو ورته ویلي، چې پېښه د ډېر سرعت له کبله رامنځ ته شوې ده."

ډاکټر فریدون حبیب

ډاکټر حبیب زیاته کړه، چې ۱۰ کسان چې برسېرن ټبیان وو، له درملنې وروسته کورونو ته استول شوي دي او ۲۶ تنه ټپیان لا هم له دوی سره په روغتون کې بستر دي.

تر اوسه پورې وژل شوي کسان نه دي پېژندل شوي او د روغتون مسوولین وايي د سوځېدو له امله د جسدونو پېژندل نا ممکن دي.

د نړۍ د ځينو نورو هېوادو په څېر په افغانستان کې هم هر ورځ لوى شمېر کسان د ترافيکي پېښو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي يا هم ژوبليږي.

د افغانستان د بېلا بېلو ولايتونو په مرکزي روغتونونو کې د ثبت شویو شمېرو تر مخه د دې تلفاتو شمېر د جگړې له هغې څخه زيات دى.

دا ترافيکي پېښې بېلا بېل علتونه لري چې په سر کې ېې بې احتياطي، خراب سړکونه، د سرغړونکو موټر چلووونکو نه محاکمه، او نور راځي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .