بلخ:ماین چاودنې ملکيانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې

د خپريدو وخت: 13:11 گرینویچ - جمعه 19 اکتوبر 2012 - 28 تله 1391

د وراوالو بس په بلخ کې پر ماين وخوت

د افغانستان په شمال کې د بلخ ولايت د دولت اباد ولسوالۍ د وراوالو بس پر ماين وخوت چې ١٨ کسه يې ووژل او ١٥ نور يې ټپيان کړل، دلته يې ويديويي رپوټ وينئ.

ليدلmp4

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

د افغانستان د شمالي ولایت بلخ امنیتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې د واده مراسمو ته په یوه روان ګاډي بمي چاودنه شوې، چې په کې تر ۳۰ ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

په رپوټونو کې ویل شوي، چې دغه چاودنه نن سهار (جمعه د اکتوبر۱۹) پر هغه ګاډي وشوه، چې سپرلۍ یې د واده د مراسمو لپاره روان وو.

بل لور ته د بلخ ولایت د سیمه ییز روغتون چارواکي وايي، دوی ته ۱۳ تنه ټپیان وروړل شوي چې د ځینو روغتیايي حالت د اندیښنې وړدی. د بلخ چارواکي وایي، چې په دې چاودنه کې ۱۵ تنه وژل شوي او ۱۸نور ټپیان دي، خو په یو شمېر نورو رپوټونو کې د مړو شمېر ۱۸ تنه یاد شوی دی.

"د ښځو او ماشومانو په ګډوڼ ۱۳ تنه ټپیان روغتون ته راوړل شوي چې یوه یې روغتون ته له رسیدو مخکې خپل ژوند له لاسه ورکړی او د ځینو نورو روغتیایي حالت د اندېښنې وړدی."

غوث الدین انوري

د بلخ د امنیې قومندانۍ ویاند شیر جان دراني په وینا، پیښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې د دولت اباد ولسوالۍ په خذراباد سیمه کې یو فلاینګ کوچ ډوله ګاډی په یو واده کې د ګډون لپاره روان و چې په سړک کې پر خښ کړل شوي ماین وربرابر شو. د بلخ دامنیې قومندانۍ ویاند شیرجان دراني بي بي سي ته وویل، چې په سړک کې خښ کړای شوی ماین د دولت وسله والو مخالفینو نصب کړی و.

بل لور ته د مزار شریف د سیمه ییز روغتون مسوول غوث الدین انوري وايي، دوی ته د ښځو او ماشومانو په ګډوڼ ۱۳ تنه ټپیان وروړل شوي چې یوه یې روغتون ته له رسیدو مخکې خپل ژوند له لاسه ورکړی او د ځینو نورو روغتیایي حالت د اندېښنې وړدی.

بلخ ولایت اوپه ټوله کې د افغانستان شمال د هېواد له هغو سیمو څخه شمېرل کیده، چې په نسبي ډول په کې امنیت ښه دی، خو په دې وروستیو کې په دې سیمو کې هم د دولت د مخالفو وسله والو فعالیتونه ډیر شوي او کله نا کله د تاوتریخوالي رپوټونه ترې خپریږي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .