هلمند کې دوو کسانو خپل ۶ ملګري پولیس وژلي

د خپريدو وخت: 12:54 گرینویچ - شنبه‬ 20 اکتوبر 2012 - 29 تله 1391
پولیس

د هلمند سیمه ییز چارواکي وايي له برید کوونکو یې یو کس نیولی دی.

د هلمند سیمه ییزو چارواکو ویلي چې ددغه ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې شپږ پولیس پخپله پوسته کې وژل شوي.

د هلمند سیمه ییزو چارواکو د شنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي پېښه د ګرشک ولسوالۍ په بند برق امنیتي پوسته کې هغه مهال وشوه، چې یوه پولیس او د پوستې پخوونکي پر پولیسو ډزې وکړې او دوه کسان یې ووژل.

ولایتي ویاند احمد ځیرک رسنیو ته ویلي چې پخوونکي او یوه پولیس لومړی خپل ملګري مسموم کړي او بیا یې په ډزو وژلي دي."

سرچینه وايي، تر ډزو وروسته ځینې وسله وال پوستې ته ورغلي او څلور نور پولیس یې وژلي دي.

د وژل شوو وسلې برید کوونکو وړې دي او پر موټر سایکلونو تښتېدلي دي.

هلمندي چارواکو ویلي چې برید کوونکی شکمن پولیس د موسی کلا د لنډې ناوې په سیمه کې نیول شوی او پوښتنې ترې روانې دي.

بل خوا، هلمندي چارواکو دا هم ویلي چې ددغه ولایت د سنګین ولسوالۍ په خاشو کلي کې د پولیسو او وسله والو ترمنځ په نښته کې دوه طالب قومندانان وژل شوی.

وايي په نښته کې افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

همداشان، د هلمندي چارواکو په وینا، په تېره جمعه ددغه ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې یې څلور وسله وال له برید وړاندې نیولي دي.

او د همدې ولسوالۍ د ټولنیزې شورا دوه غړي حاجي مطیع الله او حاجي عبدالسلام د وسله والو له لوري وژل شوي دي.

له هلمنده خپره شوې خبرپاڼه کاږي، دغه کسان د نوشېر په لور یوې غونډې ته روان وو، چې په ساروان کلا سیمه کې برید پرې وشو.

برید کوونکي تښتېدلي، خو د هلمند ولایتي ویاند وايي چې لټون یې روان دی.

طالبان

وسله والو طالبانو د پولیسو د وژل کېدو پړه منلې ده او د قاري یوسف احمدي په نامه ویاند یې رسنیو ته په برید کې د اتو پولیسو د وژل کېدا ادعا کړې ده.

طالبان ادعا کوي، چې برید کوونکو یې له پوستې وسله وړې ده.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .