وزیرانو شورا د صنایعو نوې تګلاره تصویب کړه

د خپريدو وخت: 11:57 گرینویچ - شنبه‬ 20 اکتوبر 2012 - 29 تله 1391
وړاندې تر دې حکومت نه شو کولی په ډېرو اقتصادي مسايلو کې مداخله وکړي.

وړاندې تر دې حکومت نه شو کولی په ډېرو اقتصادي مسايلو کې مداخله وکړي.

د افغانستان د صنايعو نوې تګلاره د دغه هېواد د وزيرانو شورا له لوري تصويب شوه.

دغې تګلارې حکومت ته په اقتصادي مسايلو کې د مداخلې اجازه ورکړې او ترڅنګ يې حکومت اړ کړی چې پانګه والو او صنعت کارانو ته اسانتیاوې برابرې کړي.

د سوداګرۍ وزارت نوې صنعتي تګلاره د نويو مخ پر وده هېوادو لپاره غوره پاليسي بولي چې په وينا يې د افغانستان د مرستندويانو، د پيسو د نړېوال صندق، نړېوال بانک او اسيايي بانک له لوري يې ملاتړ شوی.

وزير انوار الحق احدي وايي دغه تګلاره به افغانستان ته د وارداتو په کمولو او په کور دننه د اړتيا وړ توکو د توليدولو په برخه کې مرستندويه ثباته شي:

''دا له صنعت سره ډېره مرسته ده. په نوې پاليسۍ کې موږ له ګمرکې تعرفې کار اخلو، خو موږ له ګمرکي تعرفې په هغه حال کې ګټه پورته کوو چې پانګوال او صنعت کار موږ ته دا وښيي چې وروسته له يو څه مودې، له پنځو تر لسو کلونو کولی شي په خپلو پښو ودرېږي او هغه مهال رقابت وکړای شي.''

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وايي د نوې تګلارې پر بنسټ به د صنايعو د پراختيا صندق رامنځته شي او پانګوال کولی شي د خپل کاروبار د غوړېدو لپاره له دغه صندق نه پور واخلي.

حکومت هم د ازاد اقتصاد د سياست له امله نه شو کولای چې په اقتصادي مسايلو کې مداخله وکړي او همدې په افغانستان کې د صادراتو او وارداتو انډول ګډوډ کړ.

پر همدې مهال زيات شمېر افغان پانګوالو او سوداګرو هم د دغې تګلارې د تصويب هرکلی کړی.
د افغانستان د صنايعو د انجمن مشر عبدالجبار صافی وايي د دغې تګلارې پلي کېدل د افغانستان له صنعتي ودې او له تېښتې د پانګوالو په راګرځولو کې مرسته کوي.

افغان پانګوالو ويل که حکومت دغه تګلاره پلې کړه، نو له يوې خوا به وکولی شي له بهر نه واردېدونکو توکو سره د سيالۍ جوګه شي او له بلې خوا به مصرفوونکو ته توکي په ارزانه بيه وړاندې کړي.

افغانستان يو مصرفي هېواد او د اړتيا وړ ډېری توکي له بهره واردوي، چې همدې افغان صنعت له ستونزو او آن د درېدو له ګواښ سره مخامخ کړی دی.

حکومت هم د ازاد اقتصاد د سياست له امله نه شو کولای چې په اقتصادي مسايلو کې مداخله وکړي او همدې په افغانستان کې د صادراتو او وارداتو انډول ګډوډ کړ.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .