افغانستان په سیمه کې د همغږۍ غږ وکړ

د خپريدو وخت: 14:21 گرینویچ - شنبه‬ 20 اکتوبر 2012 - 29 تله 1391

یو شمېر نورو افغان وینا والو ټینګار درلود چې افغانستان باید په سیمه کې د نورو هېوادو د سیالۍ ډګر نه وي.

د افغانستان لپاره د بدلون په لسیزه کې د سیمې د هېوادونو د رول نړیوال کنفرانس د شاوخوا ۳۰ هېوادونو د استازو او کارپوهانو په ګډون په لوېدیځ ولایت هرات کې جوړ شوی دی.

دغه کنفرانس د افغانستان د ستراتيژيکو مطالعاتو د انستیتوت له خوا جوړ شوی او موخه يې د ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۲۴ کاله پورې د افغانستان په هکله هر اړخیزې خبرې اترې دي.

په دغه کنفرانس کې د هند او پاکستان او دا راز د امریکا او ایران استازو هم برخه اخیستې ده.

په نړیوالو چاروکو کې د ایران د پارلمان سلاکار وویل هېواد يې تیار دی چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته له دغه هېواد سره د همکارۍ په اړه د امریکا سره مخامخ خبرې وکړي.

شنبه (اکتوبر/۲۰ مه) د دغه کنفرانس په لومړۍ ورځ د امریکا ایران هند او پاکستان په ګډون د شاوخوا ۳۰ هېوادونو استازي او کارپوهان د اختیارالدین په لرغونې کلا کې سره غونډ شول.

د ۲۰۱۴ کاله وروسته په راتلونکو لسو کلنو کې د افغانستان امنیتي، اقتصادي او کولتوري حالات د بحثونو اصلي برخې جوړوي.

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د انستیتوت مشر او د دغه کنفرانس کوربه داود مرادیان په یوه خبري ناسته کې وویل:

"په خواشینۍ سره د بېلا بېلو دلایلو پر بنسټ په وروستیو میاشتو کې پر ۲۰۱۴ کال ډېر تمرکز کېږي چې څه به پېښېږي. له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان په اړه هم دننه په حکومت او هم په نړیواله ټولنه کې وړاندوینی کېږي. د ننني کنفرانس موخه دا ده چې د خلکو سترګې د ۲۰۱۴ کال پر ځای ۲۰۲۴ کال ته واړوو. په ځای د دی چې وپوښتو، په ۲۰۱۴ کال کې څه پېښېږي باید پوښتنه وکړو چې په ۲۰۲۴ کال کې افغانستان باید په کوم ځای کې شتون ولري".

په نړیوالو چارو کې د ایران د پارلمان سلاکار حسین شیخ الاسلامي په افغانستان کې د نشه يي توکو د ستونزې د هوارۍ لپاره په دغه هېواد کې د کار او روزګار د پیدا کېدو او د امنیتي مسایلو په تړاو، د افغانستان د ټولو کورنیو اړخونو په ګډون د مذاکراتو پر اړتیا ټینګار وکړ:

"موږ د وروڼو تر منځ لوبه کې د مشروالي ادعا نه کوو او نه هم دې ته چمتو یو چې د کشر ورور رول ولوبوو. موږ خپل ځواک په یوه همغږې او یوموټي سیمه کې وینو. "

د ملي امنیت په چارو کې د افغانستان د ولسمشر سلاکار داکټر رنګین دادفر سپنتا

نوموړي وویل هېواد يې تیار دی چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته د افغانستان سره د همکارۍ په اړه د امریکا سره مخامخ خبرې وکړي.

" لکه څرنګه چې موږ له امریکایانو سره له عراقه د وتلو پر مهال خبرې کړې وې، هغه مهال دوی مطمین نه وو چې موږ به ورته ستونزې ولاړی کړو که څنګه. موږ دوی ته تضمین ورکړ چې امریکایان دی له عراقه ووځي، موږ ورته ستونزې نه پیدا کوو. په افغانستان کې هم که دوی وغواړي چې په پوره ډول له دغه هېواده ووځي ، موږ چمتو یو چې یوازې د افغانستان په اړه له امریکایانو سره خبرې وکړو".

یو شمېر نورو افغان وینا والو ټینګار درلود چې افغانستان باید په سیمه کې د نورو هېوادو د سیالۍ ډګر نه بلکې د سیمه يېزې همکارۍ په ډګر بدل شي.

د ملي امنیت په چارو کې د افغانستان د ولسمشر سلاکار داکټر رنګین دادفر سپنتا همدې ټکي ته په اشارې سره د سیمه يېزې همغږۍ خبره وکړه:

"موږ د وروڼو تر منځ لوبه کې د مشروالي ادعا نه کوو او نه هم دې ته چمتو یو چې د کشر ورور رول ولوبوو. موږ خپل ځواک په یوه همغږې او یوموټي سیمه کې وینو. له همدې کبله افغانستان غواړي د منځنۍ او سوېلي آسیا – چین او منځني ختیځ تر منځ د یوه پله په څېر وي".

سره له دې چې ډېری ویناوې راتلونکې ته له خوشبنۍ ډکې وې خو ترڅنګ يې شته خنډونه او ننګونې هم د پآم وړ وبلل شوې.

ټاکل شوې یکشنبه (اکتوبر/۲۱ مه) د دغه کنفرانس په دویمه ورځ، به د هند افغانستان او پاکستان درې اړخیزه غونډه شي.

که څه هم په دې غونډه کې به د دغو هېوادونو جګ پوړي چارواکي ګډون و نه لري خو تمه کېږي چې په دغه ناسته کې د افغانستان په تړوا د یادو شویو دریو هېوادونو ترمنځ د لا زیات تفاهم زمینه برابره شي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .