افغان سوداګرو ته ایران زېرمه ځای ورکوي

د خپريدو وخت: 15:50 گرینویچ - شنبه‬ 20 اکتوبر 2012 - 29 تله 1391

افغان سوداګر وروسته تر دې کولای شي خپل سوداګریز مالونه د چاه بهار په بندر کې هم زېرمه کړي.

افغان چارواکي وايي ایران موافقه ورسره کړې چې د چاه بهار په بندر کې د افغان سوداګرو د زېرمه کولو او ساتلو په موخه ۵۰ هکتاره ځمکه په واک کې ورکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ وزیر په وینا د دغو ځمکو وېش پیل شوی چې تر ۵۰ کلونو به د افغان سوداګرو په واک کې وي.

په وروستیو کلونو کې د افغانستان او ایران ترمنځ راکړه ورکړه تر یو میلیارد ډالرو اوړي.

د کراچۍ له لارې افغانستان ته د سوداګرو د مالونو د راوړلو په بهیر کې د ګڼو ستونزو تر څنګ اوس داسې ښکاري چې افغان حکومت د یوې اوږد مهاله بدیلې لارې په لټه کې دی.

افغان سوداګر وروسته تر دې کولای شي خپل سوداګریز مالونه د چاه بهار په بندر کې هم زېرمه کړي.

د سوداګرۍ وزیر انوارلحق احدي وايي، د هغه تړون له مخې چې د دواړو هېوادونو تر منځ شوی، ایران ۵۰ هکتاره ځمکه د افغان سوداګرو په واک کې ورکوي او د غوښتنې د ډېرو په حالت کې ایران تیار دی چې نوره ځمکه هم افغان سوداګرو ته په کرایه ورکړي، چې باید په مناسبو برخو کې پانګونې په کې وشي.

تر لسو کلونو به د هر متر مربع ځمکې کرایه شاوخوا ۲۵افغانۍ وي، او وروسته تر هغه به بیا له سره کتنه پرې کېږي.

ایران په سیمه کې د افغانستان یو مهم سوداګریز ملګری بلل کېږي.

په تېرو څه باندې لسو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري پراخه شوې، که څه هم له افغانستان څخه ایران ته صادارات دومره ډېر نه دي.

د افغان چارواکو په وینا، له ایرانه افغانستان ته وارداتو کچه یو میلیارد او ۳۰۰میلیونه ډالرو ته رسېږي، حال دا چې له افغانستانه ایران ته صادرات یوازې ۴۰ میلیونه ډالره کېږي.

د افغانستان د صنایعو ټولنې مشر عبدالجبار ساپی وايي، د چاه بهار او شېرخان بندرونه د افغانستان د سوداګریزو توکو په صادراتو او وارداتو ډېر اغېز لري.

چاه بهار یو له هغو بندرونو دی چې افغان سوداګر کولای شي خپل هغه توکي چې د سمندر له لارې په تېره بیا له هند څخه هېواد ته په لنډه توګه را ورسوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر علي اکبر صالحي تېره میاشت په کابل د یوې غونډې پر مهال وویل د چا بهار بندر د افغانستان او ایران د اقتصادي راکړې ورکړې لپاره تر ټولو ښه لاره ده.

هغه په خپلو خبرو کې ژمنه وکړه، چې افغانان کولای شي، له دغه بندر نه په پراخه کچه ګټه واخلي.

افغانستان او ایران په چاه بهار بندر کې افغان سوداګرو ته په داسې مهال کې آسانتیاوې برابروي، چې همدا څو ورځې وړاندې امریکا له افغانستانه غوښتنه کړې وه، چې د ایران له څه باندې شرکتونو او موسسو سره اړیکې پرې کړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .