'د ټاکنیزو کمیسیونونو تصویب شوی قانون نیمګړی دی'

د خپريدو وخت: 12:45 گرینویچ - 21 اکتوبر 2012 - 30 تله 1391

یو شمېر افغان حقوق پوهان وايي، مشرانو جرګه ددغه قانون په مصوبه کې د تعدیل راوستلو صلاحیت لري.

د افغانستان د حقوق پوهانو د شبکې او مدني ټولنې د همغږۍ د مرکز نیوکه له دې اړخه وه، چې د ټاکنیزو شکایتونو او د ټاکنو د کمیسیونونو د تشکیل او صلاحیتونو د قانون د مصوبې لپاره له مدني ټولنې د کمشنرانو د ټاکلو پرځای سیاسي ګوندونو ته ونډه ورکړل شوې ده.

ددغه قانون په مصوبه کې د ټاکنو د کمیسیون د رییس یا د شکایتو د اورېدو د کمیسیون او یا کمشنرانو او نوماندانو له لوري د درغلۍ پروړاندې د جزايي مادو نشتوالی د مدني ټولنې د مرکر او حقوق پوهانو د شبکې یوه بلکه کلکه نیوکه ده.

د حقوق پوهانو د شبکې او د مدني ټولنې د همغږۍ د مرکز یو غړی عبدالستار سعادت په دې اړه وايي:

''تمه کېده چې ولسي جرګه به په دې اړه په ځانګړې توګه د حقوق پوهانو له شبکې او د مدني ټولنې د همغږی له مرکز سره مشوره وکړي، خو له بده مرغه دغه قانون یې تصویب کړ.''

دغې شبکې پر دې هم نیوکه کوله، چې ګني په دې مصوبه کې د ټاکنیزو شکایتونو په کمیسیون کې د ملګرو ملتونو د دوو بهرنيو کارکوونکو غړیتوب په پام کې نیول شوی، چې ولسي جرګې دغه قانون له دغو ټکو سره تصویب کړی دی.

ددوی په وینا، دغه کار د افغانستان له اساسي قانون او د ملګرو ملتونو له منشور سره په ټکر کې دی.

د حقوق پوهانو شبکه او د مدني ټولنې دغه مرکز خبرداری ورکوي، که چېرې د ټاکنیزو صلاحیتونو د قانون مصوبه په همدې بڼه توشیح او نافذه شي، د ۲۰۱۴ کال ټاکنې به نابشپړې وي او ان یوه لوی بحران ته لاره هوارولی شي.

"د افغانستان ولسمشر حامد کرزي هم څو ورځې مخکې د ټاکنیزو شکایتونو په کمیسیون کې د بهرنیانو غړیتوب د ملي حاکمیت پرخلاف بللی و، او ویلي یې وو چې د ملګرو ملتونو کارکوونکي یوازې د ټاکنو د څارنې حق لري."

خو پوښتنه دا ده چې ایا د ولسي جرګې له لوري په دغه تصویب شوي قانون کې مشرانو جرګه د تعدیل راوستلو حق لري او که نه، افغان حقوق پوه ودیر صافی یې په اړه وايي:

''ولسي جرګه که هره فیصله کوي، کولی یې شي، دا قانون بیا مشرانو جرګې ته ځي، شاید هغوی برعکس نظر ورکړي او کېدای شي تایید یې کړي.''

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي هم څو ورځې مخکې د ټاکنیزو شکایتونو په کمیسیون کې د بهرنیانو غړیتوب د ملي حاکمیت پرخلاف بللی و، او ویلي یې وو چې د ملګرو ملتونو کارکوونکي یوازې د ټاکنو د څارنې حق لري.

خو د افغانستان ځینې سیاسي ګوندونه د ټاکنیزو شکایتونو په کمیسیون کې د ملګرو ملتونو د بهرنیو مامورینو غړیتوب د ټاکنو د روڼوانلي لپاره مهم بولي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .