موسی زی: طالب مرکچيانو ته بايد د سفر خوندي لارې وي

د خپريدو وخت: 10:27 گرینویچ - 21 اکتوبر 2012 - 30 تله 1391
موسی زی

ښاغلي موسی زي وويل درې واړه هېوادونه غواړي چې د طالبانو استازي او مشران بايد وکړای شي د مذاکراتو ځای ته په مصون ډول سفر وکړای شي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت دغه څرګندونې د هغو راپورونو په غبرګون کې کوي چې ګواکې د طالبانو يو شمېر مشران عربي هېوادو ته د تللو لپاره پاکستاني پاسپورټونه کاروي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسی زي په کابل کې يوه خبري کنفرانس ته وويل افغانستان، امريکا او پاکستان په دې سره يوه خوله دي چې طالبانو ته د سفر مصؤنې لارې وي.

ښاغلي موسی زي وويل درې واړه هېوادونه غواړي چې د طالبانو استازي او مشران بايد وکړای شي د مذاکراتو ځای ته په مصون ډول سفر وکړای شي:

''څرنګه چې ټولو ته جوته ده د طالبانو چارواکي او د سر سر مشران يې په پاکستان کې دي، که چېرته ټاکل شوي وي چې هغوی له افغان حکومت او يا د سولې دعالي شورا له استازو سره عملي مذاکرات وکړي، بايد هغوی وکړای شي يوه دريم هېواد ته سفر وکړي او د سفر پر مهال مصؤن هم وي.''

د وسله والو طالبانو استازو تر دې وړاندې هم د پاکستان له لارې قطر او سعودي عربستان ته سفرونه کړي، خو دا لومړی ځل دی چې ويل کېږي افغان طالبان په پاکستاني پاسپورټونو عربي هېوادو ته ځي.

تر دې وړاندې د افغانستان د سولې د عالي شورا غړي قاضي محمد امين وقاد بي بي سي ته ويلي وو چې سعودي له خپل هغه شرط نه تير شوى چې د افغان حکومت د وسله والو مخالفانو او القاعده تر منځ د بيلتون غوښتنه وه:#

مقیده مرسته

''پخوا سعودي خپله مرسته مقيده کړې وه ويل يې طالبان دې اعلان وکړي چې له القاعدې سره هېڅ راز اړيکي نه لري، خو له دې خبرې تېر شو، او چمتووالى يې وښود چې د سعودي، افغانستان او پاکستان ترمنځ بايد يو گډ پوهاوې رامنځ ته شي.''

د سولې عالي شورا د سعودي د بهير په اړه وايي چې د دغې تگلارې له مخه به د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر له خپل ملگري پلاوي سره يادو شويو هېوادونو ته سفر کوي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .