م م د ماینونو د نه کارولو غوښتنه وکړه

د خپريدو وخت: 19:29 گرینویچ - 21 اکتوبر 2012 - 30 تله 1391

د ملګرو ملتونو سياسي دفتر يو ځلې بيا د حکومت پر وسله والو مخالفينو غږ وکړ چې د پرسونل ضد ماينونو کارول منع اعلان کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي دفتر يوناما د افغان حکومت پر وسله والو مخالفينو يو ځلې بيا غږ کړی د هغو وسلو له کارولو دې ډډه وکړي چې ملکيانو ته لويه مرګ ژوبله اړوي.

يوناما دغه څرګندونې په هغه پسې کوي چې د بلخ په دولت اباد کې يوه ښخ شوي فشاري ماين لږ تر لږه ۱۸ کسه ووژل.

وسله وال طالبان وايي دا کار دوی نه دی کړی.

خو يوناما وايي دغه بم د وسله والو مخالفينو هغو تکتيکونو ته ورته دی چې دوی يې په جنګ کې کاروي.

د ملګرو ملتونو دفتر وايي د سږ کال په لومړيو نهو مياشتو کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د ماينونو له امله د ملکي مرګ ژوبلې کچه ۳۰ سلنه ختلې ده.

له هغه دوه ورځې وروسته چې د بلخ په دولت اباد کې د ماين يوې چاودنې ۱۸ ښځې ووژلې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر يوناما دغه بريد غندلی او د بيا نه تکرارېدو غوښتنه يې کړې ده.

په دغه چاودنه کې ۱۵ تنه نور چې ماشومان، ښځې او سړي وو، ټپيان شوي دي.

دغه کسان هغه مهال ووژل شول چې د سپرلۍ موټر يې له وړاندې پر ښخ شوي ماين ور وخوت.

يوناما وايي په دغه بريد کې فشاري ماين کارول شوی چې په خبره پرسونل ضد ماينونو ته ورته دی او يوازې طالبان يې په جنګي تکتيکونو کې کاروي.

دوی وايي د فشاري ماينونو په کارولو سره ګواښ ملکيانو ته متوجه کېږي، ځکه دغه ډول ماينونه نه کنټرولېږي او په هر هغه چا الوزي چې ورسره ولګېږي.

د ملګرو ملتونو سياسي دفتر يو ځلې بيا د حکومت پر وسله والو مخالفينو غږ وکړ چې د پرسونل ضد ماينونو کارول منع اعلان کړي.

په ۱۹۹۸ کال کې د وسله والو طالبانو مشر ملا عمر پرسونل ضد ماينونه د اسلام او انسانيت ضد بللي وو او خپلو پلويانو ته يې د هغو د نه کارولو لارښوونه کړې وه.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر وايي د سږ کال په لومړيو نهو مياشتو کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د ملکي مرګ ژوبلې کچه ۳۰ سلنه ختلې ده.

دوی وايي يوازې په تېرو نهو مياشتو کې ماينونو ۳۴۰ ملکيان وژلي او نژدې ۶۰۰ نور يې ټپيان کړي دي.

د يوناما وياند نظيف الله سالارزی وايي دا يوازې ماينونه نه دي چې ملکيانو ته لويه مرګ ژوبله اړوي، بلکې د وسله والو نښتو په پايله کې هم لويه مرګ ژوبله همدا ملکيان ګالي.

په افغانستان د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي يان کوبېش يو ځلې بيا د حکومت پر وسله والو مخالفينو غږ کړی چې د ملکيانو خونديتوب ته لومړيتوب ورکړي.

وسله والو طالبانو له خپله لوري په خپره کړې اعلاميه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سياسي دفتر دا تورونه رد کړي دي.

دوی ويلي پلويان يې د بلخ په دولت اباد کې فعاليت نه لري.

خو يوناما وايي دا وړ بريدونه هغو ته ورته دي چې د حکومت وسله وال مخالفين يې په جنګي تکتيکونو کې کاروي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .