هرات کې طالبانو ۱۰ امنیتي سرتېري وژلي

د خپريدو وخت: 09:32 گرینویچ - سه شنبه 23 اکتوبر 2012 - 02 لړم 1391
هرات

اوبې د هرات ولایت په ختیځ کې پرته ولسوالي ده، چې د حکومت وسله وال مخالفین تر یوه حده په کې نفوذ هم لري.

د هرات امنیتي سرچینو ویلي، چې ددغه ولایت په اوبې ولسوالۍ کې د حکومت مخالفو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په نښته کې لس افغان امنیتي سرتېري او ځینې طالبان وژل شوي دي.

په وژل شوو کې پنځه د ملي اردو سرتېري او پنځه افغان پولیس او یو امنیه قومندان دی.

د هرات ولایتي ویاند محیي الدین نوري بي بي سي ته وویل، چې په نښته کې د دوو طالب قومندانانو په ګډون یو شمېر برید کوونکي هم نیول شوي.

امنیتي سرچینې وايي، نښته تېره شپه په ختیځه اوبې ولسوالۍ کې وروسته تر هغه پیل شوې، چې طالبانو پر افغان پولیسو ډزې وکړې.

برید کې اوبې ولسوالۍ کې لس امنیتي ځاکونه وژل وي، پنځه پولیس او پنځه ملي اردو دي.

په هرات کې د بي بي سي خبریال وايي، ظاهراً داسې ښکاري، چې جګړې تېره شپه څلور ساعته دوام کړی، او امنیتي ځواکونو ته نور مرستندویه پوځيان ورغلي دي.

وسله والو طالبانو د برید په اړه ادعا کړې، چې ګڼ افغان سرتېري یې وژلي او ژوبل کړي دي.

طالبانو دا ادعا هم کړې ده، چې په دې نښته کې یې لاس ته ډېرې وسلې ورغلې دي.

خو چاروکو بیا ویلي چې په برید کې یې له ځینې طالبان نیولي هم دي.

اوبې د هرات ولایت په ختیځ کې پرته ولسوالي ده، چې د حکومت وسله وال مخالفین تر یوه حده په کې نفوذ هم لري.

په دې ولسوالۍ کې وړاندې د سړک غاړې ماینونو د چاودنو او یو لړ نورو نارامیو رپوټونه هم ورکړل شوي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .