افغانستان به ډېر ژر نفت تولیدونکی هېواد وبلل شي

د خپريدو وخت: 08:19 گرینویچ - چارشنبه 24 اکتوبر 2012 - 03 لړم 1391

دامریکا د ځمکې پېژندنې اداره دافغانستان د نفتو دزیرموکچه ۱.۶ ملیارد بېرله اټکل کړې ده.

افغانستان به دهېواد په شمال کې د نفتو درا اېستلو له قرار داد سره ډېر ژر د نفتو د تولیدونکو هیوادونو په کتار کې راشي.

دغه قرار داد د چین د نفتو له ملي شرکت سره لاسلیک شوی دی، چې ژر به د افغانستان په شمال کې دامو سیند د نفتو له حوزې د نفتو د را ا ېستلو چاره پیل شی.

دغه راز دغه هېواد دګازو سترې زېرمې هم لري چې دافغانستان دکانو وزارت په وینا، کچه یی ملیاردونه متر مکعب ده، د چارو پوهان باور لري چې د دغه ګازو له استخراج سره به افغانستان دګازو په ستر صادریدونکې هیواد بدل شی.

ویل کیږي چې افغانستان ملیونونه بېرل نفت لري. خو د اړتیا وړسون مواد له بهره واردوي. دامریکا د ځمکې پېژندنې اداره دافغانستان د نفتو دزیرموکچه ۱.۶ ملیارد بېرله اټکل کړې ده، خوویل کیږی چې د نفتو دزېرمو کچه تردې هم زیاته ده.

په افغانستان کې د نفتوپنځه زونونه پېژندل شوي دي.

* دکندز او تخار په سیمو کې د افغان تاجیک نفتو حوزه.

* په لویدیځ هرات کې د تیرپل حوزه.

* په هلمند کې د هلمند د نفتو حوزه.

* په پکتیکا کې د کټواز د نفتو حوزه.

* په سرپل، جوزجان او فاریاب کې د امو سیند حوزه.

کلونه کیږي چې په افغانستان کې خلک د نفتو د را اېستلو د خبر اورېدو په تمه دي.

د افغانستان په شمال کې د سرپل والي عبدالجبارحقبین وایې چې دغه پروژه کولای شي په افغانستان کې د ډېرو ژند ته بدلون ورکړي.

"که ترراتلونکو ۲۵ کلونو پوري داستخراج او بیا رغونې کار مخ ته لاړشي، تاسیسات جوړشي اوسړکونه پاخه شي، خلکو ته به کار پیدا شي او د وزګارۍ کچه به راټیټه شي، زه باورلرم چې دا به د سرپل ولایت دخلکو په ژوند کې یولوی اقتصادي بدلون رامنځ ته کړي."

دامو سیند د نفتوزون په افغانستان کې د نفتو له پیژندل شویو سیمونه یوه ده.

د چین د نفتو ملې شرکت په پام کې لري چې په راتلونکو ۲۵ کلونو کې لسګونه ملیونه بیرل نفت له دغو زېرمو را وباسي. افغان دولت وایی چې دغه چاره به زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره کړي اوترڅنګ به یې دافغانستان داقتصاد دغوړیدو سبب هم شي.

په دریو لمړنیو کلونو کې به دغه نفت دتصفیې لپاره بهرته وړل کیږی اوله هغه وروسته به د افغانستان د کانونو د وزیروحید الله شهراني په وینا په هېواد کې د ننه تصفیه ځایونه ورته جوړ شي.

"هغه نفت چې دوی یی راکاږي، زیاته برخه یې په کور د ننه مصرف کیږی اوپلورل کیږی او دوی تردوه یا دریو راتلونکو کلونو پورې د نفتو تصفیه کولو ځایونه جوړوی، په لومړي پړاو کې داکتشاف چارې مخته وړي، ځکه چې روسانو چې دغه چاره مخته وړې وه، نیمګرتیاووې یې لرلې"

په نفتی زېرمو کار د افغانستان د اقتصاد دغوړیدو په برخه کې مهم ګام بلل کیږی. خو یو شمیر کسان یې قرارداد ته دانتقاد په سترګه ګوري چې د دوی په اند د افغان دولت په پرتله دچینايي شرکت په ګټه دی.

"د افغانستان د معادنو وزارت په پام کې لري، چې لو مړی په شمال کې دګازو د تصفیې دستګاوي جوړې کړي او له بله پلوه د تاپي پروژه په پام کې نیول شوې چې باید له افغانستانه تېره شي، چې د لته افغانستان د ګازو لويې زیرمې ولري، ښایي له همدې نل لیکې سره وصل شي، چې هندوستان ته لار ومومي."

عتیق صدیق

له دي جمله کسانو څخه د افغانستان دولسي جرګې دطبیعي منابعو دکمیسیون د غړی قربان علي کوهستاني په اند افغان دولت باید د استخراج چاره پرخپله غاړه اخیستې وای.

" دامو سیند نفتو حوزه کې د افغانستان ګټه په سلو کي ۱۵ او د بهرني شرکت په سلو کې ۸۵ اتیا ده چې دا کار تر هغه وخته مخ ته ځي چې بهرنۍ کمپنۍ خپل ټول لګښتونه او پانګونه پوره کړي او له افغانستان نه یې وباسي، وروسته له هغي افغانستان هم ۵۰ په سلو کې اوبهرنې کمپنی هم په سلو کې ۵۰)

بله نیوکه دامو سیند حوزه د نفتو په دغه قرارداد کې د سیاسي انګیزي شتون یادیږي. ګوت نیونکي وايې یو کورنی شرکت چې دافغانستان جمهور ریس ته د نژدي کسانو اړوند دی، په دغه قرار داد کې لویه ونډه لري. خو د افغانستان د کانونو وزارت وایي چې دوی د دغي پروژې قرار داد یواځي د چین له ملې شرکت سره لاسلیک کړی دی.

پانګه اچونکي شرکت هم د یو شمېر زورواکو نه شکایت کړی، څه موده وړاندې د شرکت مدیرانو د کانونووزارت ته د یوې پاڼې استولو له لاری د سمیزو سیساستوالو د سیاسي فشارونو په اړه شکایت کړی و.

۳۰۰ ځانکړي پولیس دامو سیند د نفتې زیرمو د امنیت ساتنه کوي، چې دغو زیرمو ته ټولي ورغلې لاري څاري.

په پام کې ده چې د اموسیند د حوزې راېستل شوي نفت د سړک له لاري بهرته ولېږدول شي چې چینایي شرکت د دغه سړک دپخولو ژمنه هم کړې ده.

د دې سیمو اوسیدونکي هیله مند دي چې د دې پروژې له عملي کېدو سره به دوی ته د کارزمینه برابره شی. تر دې مهاله د دغه ولایت ۱۰۰۰ اوسیدونکي د نفتو درایستنې په پروژه کې شامل شوي دي.

د دغه ځای څنګ ته په جوزجان ولایت کې د افغانستان دګازو پېژندل شوې سترې زېرمې موقعیت لري. درې لسیزې وړاندې دشبرغان په یوه څنډه، جرقدوق کې دهیواد ستراتیژیک تاسیسات او دګازو تصفیه ځایونه موجود و.

هر کال تر یو ملیارد مترمکعب زیات ګاز پخوانی شوروي ته صادریدل چې په بدل کې یې پیسې ، خواړه او وسلې افغانانو ته ورکول کېدل.

دافغانستان دګازو سیمې :

دجوزجان ولایت د ګازو زون

دافغان تاجیک زون

او دهلمند نفتي زون.

افغانستان هر کال ۲۵۰ زره متر مکعب ګاز مصرفوی چې لویه برخه یې له ترکمنستان او ایران نه واردیږی. خو دغه چاره هم له ستونزه سره تړلې ده. د افغانستان د نفتو اوګازو د تصدي مشرفرید شیرزی وایي افغانستان ته د ګازو واردات له ګاونډیوسره دسیاسی اړیکو له څرنګوالي سره تړلې موضوع ده.

" بې له شکه یو شمېر سیاسي مسایل په پرله پسې توګه د ګازو پروارداتو تاثیرات لرلی دی، د ګازو پر وارداتوکنټرول نه شته "

له جرقدوق نه دورځي ۲۰۰ زره متره مکعب ګاز تولید یږي، چې ډېره برخه یې دمزار شریف د سرې او بریښنا په فابریکه کې مصرفیږي.

"هغه نفت چې دوی یی راکاږي، زیاته برخه یې په کور د ننه مصرف کیږی اوپلورل کیږی او دوی تردوه یا دریو راتلونکو کلونو پورې د نفتو تصفیه کولو ځایونه جوړوی، په لومړي پړاو کې داکتشاف چارې مخته وړي، ځکه چې روسانو چې دغه چاره مخته وړې وه، نیمګرتیاووې یې لرلې."

وحیدالله شهراني

ډېره لږ برخه یې بیا په شبرغان ښار کې د شاوخوا ۲ زره کورنیو اړتیاووې پوره کوي.

له کله نه چې د ګازو صادرات پخواني شوروی ته قطع او سیاسي وضعه خړه پړه شوې، د جرقدوق د ګازو د تصفیه کېدو چاره هم له پامه ولوېده.

افغانستان ته دنړیوالي ټولنې میلیاردونو ډالرو مرستو له راتګ سره سره چا دلته د بیارغونې پراختیا اوتجهیز ته پام ونه کړ.

خود کانو وزارت لوی سلاکار عتیق صدیق وایي، دولت په پام کې لري چې له ګازي زېرمو ګټه واخلي.

"د افغانستان د معادنو وزارت په پام کې لري، چې لو مړی په شمال کې دګازو د تصفیې دستګاوي جوړې کړي او له بله پلوه د تاپي پروژه په پام کې نیول شوې چې باید له افغانستانه تېره شي، چې د لته افغانستان د ګازو لويې زیرمې ولري، ښایي له همدې نل لیکې سره وصل شي، چې هندوستان ته لار ومومي"

افغانستان هر کال دری ملیون ټنه سون مواد او ۲۵۰ زره ټنه ګاز واردوي چې د افغان چارواکو په وینا له امله یې هرکال سلګونه ملیونه ډالر له هېواده وځي.

یوشمېر کسان وایي که په افغانستان کې د نفتو او ګازو درا اېستلو چاره پرمخ ځي، نه یواځې د افغانانو په ژوند کې به بدلون راولي، بلکې پر ځان به دهېواد دبساینې په برخه کې مهم رول ولوبوي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .